اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د كوېت سركاري دورې په مهال د کوېت نېول فورسز کمانډر برېګېېډيئر جنرال خالد عبداللہ او کمانډر کوسټ ګارډ کمانډر شېخ مبارک علی یوسف ال صباح سره ملاقاتونه وكړل۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د كوېت نېول فورسز مشر برېګېډیئر جنرال خالد عبداللہ سره د ملاقات په مهال اېډمرل ظفر محمود عباسی د شريكې خوښې په چارو او په دوه اړ خيزه سمندري مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو د سمندري ځواكونو مشرانو په تربيه ٬ تکنیکی افرادی قوت او د پوهې يو بل سره د ګډولو په څانګو كښې ?? دواړو ځواكونو ترمينځه د مرستې په لا زياتولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ کویت نېوی سره په تربيه كولو او د تربيه شوي افرادي قوت رسنې په لړ كښې ?? كوېت نېول فورسز مشر د پاك سمندري ځواك ستائنه وكړه۔ دوئي د پاك بحريه او كوېت نېول ترمينځه بېلو څانګو كښې ?? نزدې او مضبوطو اړيكو په حاجت زور راوړو۔ برېګېډیئر جنرال خالد عبداللہ د سميه ايز سمندري امن او استحكام په لړ كښې كوټلي او فعاله ګا??ون?? په پورته كولو د پاك بحريه د عزم ستائنه وكړه۔ د پاك سمندري ځواك مشر كوېت كښې ?? پاكستان سفير غلام دستګير او د وس??ه والو ځواكونو پخوانو عهدېدارانو سره هم ملاقات وكړو۔د پاك سمندري ځواك دا دوره به د واړو هېوادونو او په خاص توګه د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونو ترمينځه د شريكې مرستې لا مضبوطيا او پراختيا سوب وګرځي۔