اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د انفارمېشن ټېكنالوجې او ټېلي كام ډ??يژ?? پرمختيائي چارو لپاره يو ارب 55 كروړه 75 لكه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډ??يژ?? پرمختيائي چارو لپاره 2 اربه 29 كروړه 54 لكه 47 زره روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت د سي پېك پروژې له مخې په ګلګت بلتستان او قراقرم هائي وے د تهري جي او فور جي سروسز اپ ګرېډېشن لپاره 10 كروړه 50 لكه روپې٬ په اسلام آباد كښې د ټېكنالوجي پارك ډويلپمنټ پروژې لپاره 11 كروړه 25 لكه روپې او د چين پاكستان تر??ېنځه آپټيكل فائبر كېبل لپاره د 12 كروړه روپو پشمو?? بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے۔