اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د انډس موټر كمپنې سي اي او اصغر جمالي وئيلي دي چې پاكستان به تر كال 2030 د نړۍ په 20 لويو معيشتونو كښې شا??ل شي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې هيله ده د روان ما??ي كال په مهال به د قومي معيشت د پرمختګ شرح 6 فيصدو ته ورسي٬ د يو كس كلن امدن 1700 ډالرو ته رسېدلې دے۔ ده ووئيل چې د حك??مت?? پاليسو په نتيجه كښې د قومي معيشت د پرمختګ په شرح كښې ښه اضافه شوې٬ د پالېسو روانو ساتلو په نتيجه كښې به پاكستان تر كال 2030 د نړۍ په 20 لويو معيشتونو كښې شا??ل شي۔ ده ووئيل چې د خريد قوت زيات شوے او دې سره د ګاډو طلب هم زيات دے۔ په پاكستان كښې ګاډي جوړونكې يو شمېر نړيوالې كمپنې سرمايه كاري كوي كومې چې د قومي معيشت د پرمختګ عكاسي كوي۔