اسلام آباد 26 جون (اے پي پي ) د آزاد کشمیر او??س مشر سردار مسعود احمد خان وئيلي دي هند به هېڅكله په خپلو ناوړه مقاصدو كښې بريالې نه شي٬ هند د ترهګرۍ مقابله نه كوي بلكې خپله ترهګري كوي٬ د پاكستان سياسي ګوندونه دي د كشمير كشاله د خپل ګوند په منشور كښې سرفهرست وساتي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د شهيد كشميري خبر??ال شجاعت بخاري په ياد كښې د غمرازۍ دستورې ته په نېشنل پرېس كلب كښې د وېنا په مهال وكړې?? په دې موقع د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل، سینئر کشمیرۍ لارښوده مشعال ملك او حامد میر هم موجود ٶ۔ د آزاد كشمير او??س مشر ووئيل د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره د هائي كمشنر راپور د هند ناوړه څيره بې نقابه كړې ده، شجاعت بخاري هم د دې راپور په ټوېټ كولو شهيد كړې شوې۔ ده ووئيل د هندي فسطائيت پاليسۍ له مخې د خپلواكۍ د حق سزا مرګ ده ٬ مونږ د دې پاليسۍ په بشپړه توګه غندنه كوٶ?? په دې موقع مشعال ملك ووئيل د كشميري خبريالانو قلم هم د آزادۍ جنګ ??وي?? سينئر خبر??ال حامد مير هم په دې موقع د غمرازۍ دستورې ته وېنا وكړه