اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) داطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيربېرسټر سيد علي ظفر وئېلي دي چې پا??ستان به پھ خپلو داخلي معاملو او په خاص توګه ??ه معاشي پا??ېسۍ كښې بل چا ته د مداخلې اجازه ورنه كړي٬سارك هېوادونه د سيمه ايزې مرستې د لارې پھ منطقه كښې پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كولې شي٬د مساوات نشت والې٬زياتېدونكې آبادۍ٬توان او د اوبو بحران لوې چېلنجونه دي كومو لپاره چې په بېړنۍ توګه د كار كولو ضرورت دې٬پاكستان يو مستحكم افغانستان ليدل غواړي٬د دې لپاره به خپل مثبت كردار ترسره كوي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې مثاله قربانۍ وركولو سره كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬په ټوله نړۍ كښې بل كوم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد دومره قربانۍ نه دي وركړې۔ده د ګل په ورځ دا خبرې د سيمه ايزې ستراتېژۍ او يو والي په اړه جوړ شوي سېمينار ته د وېنا كولو ??ه مهال وكړې۔په دې موقع پا??ستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ٬د آئي آر اېس مشره ډاكټر رخسانه قمر هم موجود وه۔د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د پا??ستان تر ټولو زياته مضبوطيا د پا??ستان د سيمه ايز پوزيشن له امله ده٬مونږ په ټوله نړۍ كښې اهميت لرو۔ده ووئيل چې پا??ستان د خارجه پا??ېسۍ ??ه مېدان كښې د قائداعظم په اصولو عمل كوي۔قائداعظم وئېلي وو چې زمونږ مقصد امن دے٬مونږ پھ عزت سره اوسېدل غواړو او خپلو ګاونډي هېوادونو او نړۍ سره د همغږۍ او دوستۍ اړيكې جوړول غواړو٬مونږ د چا په ضد جارخانه ډيزائن نه لرو٬مونږ د ملګرو ملتونو چارټر سره يو او په نړۍ كښې په امن او خوشحالۍ كښې شراكتدار يو