اسلام آب??د 25 اګست (??ے پي پي﴾ د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د صوبو په مشوره به د تعليم په څانګه كښې كار كوو٬ د پاكستان د آئين له مخې به ماشومانو ته تعليم وركوو٬ ليك لوستي پاكستان لپاره هر ډول اقدامات كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د تعليم په وزارت كښې د لوړې پاې غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې ماشومانو ته به په ريښتينې توګه معياري تعليم وركوو٬ د راتلونكې مياشتې نه به د وزارت د ماتحت ادارو دوره كوم?? په دې موقع و??اقي وزير ته د وزارت سېكتر د ماتحت ادارو په اړه بريفنګ وركړو او وې وئيل چې د وزارت ماتحت پنځلس ادارې كار كوي?? په غونډه كښې د ذيلي ادارو مشرانو هم ګډون وكړو?? په دې موقع و??اقي وزير د كوم تاخير نه بغېر د نېشنل اېجوكېشن پالېسې معرفي كولو اعلان وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې د وزارت په ټولو خالي چوكو به په مېرټ بهرتي كولې شي۔