اسلام آباد ۔ 28 اګست (اے پی پی) حكومت دا خبره په ډاګه كړې چې هند سره به د اوبو او ډېمونو جوړولو په معامله د پخوا په ډول نرمه رويه خپلولې نه شي۔ مونږ به سخت دريځ خپلوو۔ د نهې په ورځ سېنېت كښې دپوښتنو دمې په مهال د سناتور آغا شاه زېب دراني د پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر بابر اعوان ووئيل هند په نيلم كشن ګنګا بجلي ګھر جوړ كړې ولې د رېټل پن بجلي ګھر جوړول ئې لا پېل كړې نه دي۔ د بجلی ګھر ډیزائن د لوظنامې اړوندو تصريحاتو تر??خه نه دے۔ د بشري حقونو وزيرې ډاکټر شیریں مزاری ووئيل ?? هند ډله نن خبرو اترو له راروانه ده۔ هند چې كوم بندونه جوړ كړې دي په دې كښې ئې ?? لوظنامې خلاف ورزي كړې ولې مونږ ډېر وروستو په دې معامله ثالثي عدالت ته تلې يوو۔ دې ووئيل هند سره مو دا معامله په وخت پورته نه كړه۔ دا د تېرو حكومتونو غلطي ده اوس به نرمي خپلولې او رعايت كولې نه شي۔ دې څخه وړاندې د سناتور اعظم سواتي د پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر بابر اعوان ووئيل په اوسني وخت كښې څلور نيوكليئر پاور پلانټس قومي ګرډ سره مرسته كوي۔ د كال 2017ء په مهال سی ون څخه 325، سی ټو څخه 325، سی تھری او سی فور څخه 340/340 میګاواټ برېښنا پېدا كړې شوه۔ ده ووئيل ??اج به اخستلې شي چې كومې ذريعې ارازانه برېښنا پېدا كولې شي۔