اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پ??) په پاكستان كښې د انډونېزيا سفير آوان سيدهي عامري وئيلي دي چې د پاكستان ا?? انډونېزيا شريك تجارت به تر كال 2019م 9 اربه ډال??و ته ورسي۔ د خبر له مخې د انډونېزيا سفير وئيلي دي چې انډونېزيا د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه تجارت كښې د تواز?? هڅې كوونكې يواځنې هېواد دے چې دغسې دواړه هېوادونه د شريك تجارت څخه ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل چې دواړه هېوادونه د پاكستان نه د برآمداتو په زياتولو متفق دي۔ ده ووئيل چې تر راتلونكي كال به د دواړو هېوادونو شريك تجارت د 9 اربه ډالرو نه زيات شي۔