اسلام آباد ۔ یکم اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ددې عزم څرګندونه كړې ده چې حكومت به د مني لانډرنګ او غېر قانوني چېنلو دلارې د رقم د منتقل كو??و مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كو??۔ د اېف آئي اے په شمول ټولې اړوند ادارې به په اړوند قانون كښې د بدلون كو??و د لارې مضبوطولې شي۔ ده د ګل په ورځ د لوړې كچې يوې غونډې مشري كو??ه په كو??ه كښې چې اټارنی جنرل آف پاکستان، د خزانې سېكتر ٬ د قانون او انصاف وزارت ٬ د تجارت سېكتر ٬ د خارجه چارو لنډ مهاله سېكتر ٬ د سټېټ بېنك ګورنر ٬ خاص داخله سېكتر ٬ خاص فن??نس سېكتر ٬ د اېف بي آر او نېب مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښی د ه??ډۍ حوالې او د غېر ملكي زر مبادلې د غېر قانوني منتقلۍ نورو چېنلو مخنيوي له اړوند قانون كښې د بدلون جاج وا??ستې شو چې ترمخه به ئې فارن اېکسچېنج رېګولېشن اېكټ 1947ء او ایف آئی اے اېکټ 1974ء، کسټم اېکټ 1969ء او اے اېم اېل اېکټ 2010ء كښې بدلونونه كو??ې شي۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې وزيراعظم څخه به زر تر زره ددې بدلونونو منظوري وا??ستلې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اسد عمر ووئيل چې د مني لانډرنګ او نورو نان بېنكنګ چېنلو د لارې د رقم دمنتقل كېدو په ضد به فعاله مهم پېل كو??ې شي۔