اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرم??ن محمد صادق سنجرانی د كركټ قامی ډلې له د آسټریلیا په ضد ټېسټ میچ كښې په کامیابۍ او د ټېسټ ميچونو په خپل نامه كولو مباركي وركولو سره وئيلي دي قامی ډلې په ټولو څانګو كښې د ښې کا??کر??ګۍ څرګندونه كړې چې په نتيجه كښې ئې ګټه د هغ??ي مقدر وګرځيد۔ د سېنېټ سیکټريټ لخوا جار?? شوې بيان له مخې د سېنېټ چیئرمېن ووئيل په دوه ټېسټ میچونو مشتمل سیریز كښې پھ ریکارډ مارجن كاميابي ترلاسه كولو سره نه يوازې د هېواد او قام نامه روښانه شوې بلکې دې سره د لوبغاړو ب??ور هم زيات شوې۔ ده هيله څرګنده كړه د كاميابۍ دا سلسله به هم دغسې روانه وي او قامی ډله به د کامیابیو پلو روانه وي۔ ده د ډلې د مینجمنټ هلې ځلې هم وستائلې