اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي﴾ نامتو عالم دين او مذهبي سكالر ډاكټر ياسين ظفر وئيلي دي چې تر څو عام وګړې د ديني عقيدو او اقدارو څخه نه وي خبر شوے٬ دروغجن او فريبي خلق به دوي د كراماتو د لارې بې لارې كوي٬ څنګه چې پو?? د هېواد د جعرافيائي پولو محافظ دے٬ هم دغسې ديني مدارس په مذهبي عقيدو٬ اقدارو او ختم نبوت پهرا كولو ل??اره هر وخت تيار وي ځكه مدرسو ته بد وئيل درست نه دي۔ د نهې په ورځ نړيوال رحمت اللعالم??ن كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې علما د انبياكرامو وارث??ن دي٬ د نبي پاك﴿ص﴾ تعليمات ټولې نړۍ ته رسول د دوي ذمه واري ده۔ حضور ني پاك﴿ص﴾ خاتم النبين دے٬ د نبي پاك ﴿ص﴾ د تعليماتو او د قرآن حكيم د تعليماتو نه علاوه د كوم ډول نوي هدايت او تعليم هېڅ ضرورت نشته۔ ده ووئيل چې اوسنې حكومت لوي عزم سره راغلې او وائي چې نوې پاكستان جوړول غواړو۔ بايد حكومت د اسلام بنيادي عقيدې او اقدار ځان سره مخ په وړاندې بوځي٬ دې سره به په هېواد كښې خېر و بركت راشي