اسلام آباد 05 دسمبر(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د پرېس ??ون??ل آف پاكستان چيئرمېن ډاكټر اېم صلاح الدين مينګل د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو او هغه ته يې د ??ون??ل كلن راپور وړاندې كړو۔ پھ دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر شفقت جليل ٬د پرېس ??ون??ل آف پاكستان رجسټرار محمد رياض او سينئر خبريال ممبر جنرل ??ون??ل ناصر زيدي هم موجود وو۔ اولس مشر د ??ون??ل كاركردګي ستائېلو سره ووئيل چې ??ون??ل او د اطلاعاتو وزارت دې د شكاياتو ازالې او پرنټ مېډيا لپاره د اخلاقو په ضابطه موثر عملدرآمد لپاره زيات منظم طريقه كار وضعه كولو لپاره په ګډه حكمت عملي جوړه كړي۔ اولس مشر ووئيل چې مونږ په داسې دور كښې ژوند كوو چرته چې پرنټ٬اليكټرانك او ډيجيټل مېډيا په يو بل كښې مدغم كېږي او د اطلاعاتو د ودې نوي تصورات پیدا كوي۔ اولس مشر ووئيل چې اوس مېډيا د دوه اړخيزه كميونيكېشن ذريعه جوړېږي چرته چې اولس په اطلاعاتو د سوشل مېډيا د لارې خپل غبرګون ښودلې او تبصره كولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر شفقت جليل پھ دې موقع اولس مشر ته ووئيل چې د پاكستان مېډيا ريګوليټري اتهارټۍ د تشكي?? خاكه(كنسېپټ پيپر) پھ حتمي پړاؤ كښې ده او چې حتمي شكل وركړی شي نو اړوند ډلې به خبرې كړی شي