اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې ك??ې د پنجاب حكومت انتظامي او مالي استعداد زياتولو لپاره په لاهور كښې غونډه وشوه۔ په غونډه ك??ې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزد??ر٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن٬ د سمندر پورې پاكستانيانو وزير سيد ذوالفقار بخاري٬ د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر عامر كياني٬ خاص مرستيال نعيم الحق٬ د پنجاب سينئر وزير عليم خان٬ د كركيلې وزير ملك نعمان لنګړيال٬ د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬ د كورونو وزير ميا محمود الرشيد٬ د اوبه خور وزير محمد محسن لنګړيال٬ د روغتيا وزير ميا محمد اسلم اقبال او د بېلا بېلو محكمو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې معاشي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د ټ??كن??لوجې ٬ سرمايه كارې او د هيومن ريسورس كارولو په تجويزونو غور وكړے شو۔ معاشياتو كارپوهه ډاكټر سلمان شاه غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په غونډه ك??ې د كركيلې٬ صنعت٬ توان٬ انفراسټركچر او هنر مند افرادي قوت زياتولو لپاره په اقداماتو غور وكړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په پنجاب ك??ې د كركي??ې او صنعتي پېداوار د مصنوعاتو د تنوع ضرورت دے۔ په غونډه ك??ې د پنجاب 50 ښارونو او 36 ضلعو پرمختګ لپاره په پلان بريفنګ وركړے شو او په دې خبره زور راوړل شو چې بايد كم نه كم 15 ښارونه معاشي مركز وګرځول شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د اولس خېر ښېګړې لپاره د انتظامي ډهانچې د تنظيم نو سخت ضرورت دے۔ وزيراعظم د پنجاب په اړه د اړوند حكمت عملې منظوري وركړه او وې وئيل چې وفاقي حكومت به په دې لړ كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔