اسلام آباد 15 فروري(اے پي ??ي) د قامي اسمبلۍ وياند وئيلي دي سپيكر اسد قېصر د ټول ايوان کسټوډین دے ، د آئین ، قانون او پارلماني رواياتو پالنه او په ھغې ع??ل كول ئې وړومبۍ ذمه واري ده٬ د سپيكر په حېث د قامي اسمبلۍ ذمه وارۍ بې پرې ترسره كوي٬ په دې لړ كښې سپيكر ايوان كښې د موجودو حكومتي او مخالفې ډلې غړو سره د ايوان د اصل روح له مخې چل??لو له نه يوازې دوي سره مشاورت كوي بلكې د ايوان ماحول ښه ساتلو لپاره ورته د دوي مر??ته هم پكار وي۔ وياند زياته كړه چې اسد قېصر د دې نه وړاندې خېبر پښتونخوا كښې د سپيكر وظيفه ترسره كړې او په دې مهال ئې هم د آئین ، قانون او پارلمانی روایاتو پالنه وړومبنۍ ترجيح وه۔ وياند ووئيل په صوبائي او قامي اسمبلۍ كښې سپيكر جوړول د تحريك انصاف د ده په صلاحيتونو د باور څرګندونه ده چې په سوب ئې قيادت دوي ته دا ذمه واري سپارلې ده ۔ د?? ووئيل اسد قېصر د تحريك انصاف چیئرمېن عمران خان سره پخوانې رفاقت لري