اسلام آباد ۔ 4 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان او لکسمبرګ د احترام او مرستې اړيكې لري۔ دوه اړخيزه تجارت كښې زياتوالې له به ګامونه پورته كول وي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ پاكستان لپاره د لكسمبرګ غوره كړې سفير سره ملاقات ??ښې وكړې۔ د لكسمبرګ سفير مارك هوباك ايوان صدر كښې يوه دستوره كښې اولس مشر ته خپل سفارتي سندونه هم وړاندې كړل۔ دې څخه وروستو سفير اولس مشر سره ملاقات ??كړو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اولس مشر ووئيل د پاكستان او لكسمبرګ تر??ينځھ اړيكې په دوه اړخيزه احترام او مرسته اډانه دي۔ حاجت د دې خبرې دې چې د دواړو هېوادونو د تجارانو او سرمايه كارو تر??ينځھ رابطو ته وده وركولو له نوې لارې ولټولې شي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان حكومت سرمايه كار دوسته پالېسۍ معارفي كوي۔ په سرمايه كارۍ ټېكسونو كښې رعايت او سرمايه كارۍ څخه د تر??اسه شوو ګټو واپس كولو له هم آسانۍ وركړې شوي ۔ د دې ګامونو په سوب پاكستان ب??رن?? سرمايه كارۍ لپاره يو مهم او زړه راكښونكې مركز جوړېږي۔ ده ووئيل د يو مهم اقتصادي مركز په توګه لكسمبرګ دې موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ اولس مشر د ملګرو ملتونو په شمول په بېلو نړيوالو فورمونو د دواړو هېوادونو تر??ينځھ د مرستې په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړه او د اروپا او ناټو سره په اړوندو چارو كښې د لكسمبرګ ??رد??ر وستائلو۔ د لکسمبرګ سفير د اولس مشر مننه وكړه او هيله ئې ولرله چې سباؤن كښې به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔