اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) د وزیراعظم او پي اېف لپاره خاص مرستيال ذوالفقار ب??ار?? وئيلي دي پاکستان د پرمختګ په لور روان دے٬ هېواد كښې د كرپشن لاره نيول دي٬ مونږ له به اوس د اميد لمن نيول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ليډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د قائد اعظم نه پس عمران خان يو داسې لارښود دے چې د صادق او امين په توګه رامخې ته شوې۔ ده ووئيل مونږ له په ادارو كښې سپېځلتي?? او د مېرټ كلتور ته وده وركول دي۔ ده ووېيل كرپشن د معيشت نه علاوه ټولنې لپاره هم خراب دے ٬ مونږ له په دې پوهېدل دي چې كرپشن ټولنې لپاره ناسور دے٬ مونږ له به په ادارو كښې اصلاحات كول وي ۔ ده ووئيل حكومت اوورسيز پاكستانيانو ته موقع وركړې چې ھغوي هېواد لپاره كار وكړي٬ مونږ ډيجيټل ب??نكونه جوړوٶ كومو څخه چې به خلق په قا??ون?? توګه روپۍ منتقل كوي۔ ده ووئيل مونږ سېلګرۍ ته د نړۍ پام راګرځوٶ٬ انفراسټركچر ته پاملرنه كوٶ۔ ذوالفقار ب??ار?? ووئيل پاكستان د سوئټزرلېنډ نه هم ښكلے دے۔ په دې موقع د نېټ شل سي اي اومحمد اظراحسن ٬ د مارټن ډوكے چيئرم اېم علی آکائے، د سي اېن اېن بزنس ایمرجنګ مارکیټس ایډیټر جون ډیفټوریئرز، د کنسائی پینټس چیئرمېن آغا ظفر عباس هم وېنا وكړه