اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د اولس مشر چوكۍ غېر سياسي ده او په ما لويه ذمه واري پرته ده ٬ زه به ټولو سره په ګډه ګامونه اخلم ٬ حكومت او سپريم كو??ټ د كرپش مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات كړې ٬ هېواد كښ?? جمهوريت مستحكم دے او هېڅ خطر نه شته٬ په اتلسم بدلون كښ?? بهتري پكار ده ٬ سول او ملټري اړيكې په زړه پورې ډول روانې دي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د شورو په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښ?? كړې۔ ده ووئيل نواز شریف سره ملاقات لپا??ه د زيارت ورځ ټاكلې شوې او په ھغه ورځ يوازې كو??نۍ س??ه د ملاقات كولو اجازه وركړې شوې ۔ اولس مشر ووئيل تعليم يافته اولس ته اندازه لګېدلې چې كرپشن په هېواد لكه د چينجي لګيا دے۔ ده ووئيل حكومت او سپريم كو??ټ د كرپش مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات كړې او حكومت به د كرپشن په كېسونو هېڅ ډول سمجهوته اونه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب اولس مشر ووئيل نوي پاكستان كښ?? كنفرنس آف تهاټ ته اړتيا ده۔ ده ووئيل اوس پاكستان د ازمېښت نه وتلې دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښ?? د قانون له مخې مېرمنو ته قانوني وراثت نه ترلاسه كېږي په دې لړ كښ?? به اسلامي نظرياتي كونسل ته چيټۍ ليكوو۔ ده ووئيل وزيراعظم پخپله ځان مثال ګرځولې او د كفايت شعارۍ پلو ئې ګام پورته كړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم د كفايت شعارۍ كمپائن ډېر اهميت لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرده نړۍ كښ?? د كډوالو څخه انكار كېږي او زياتره اروپائي هېوادونه كډوال او د ھغوي ماشومان سمندر كښ?? ډوبېدو ته پرېښودلې خو پاكستان كښ?? د غربت باوجود 35 لكه افغان كډوالو ته تحفظ وركوٶ۔ د سول ملټري اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب اولس مشر ووئيل سول او ملټري اړيكې په غوره كچه دي