ګوادر 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د د جديد آسانيو وړ د ګرېن فليډ هوائي مېدان “نيو ګوادر انټرنېشنل اېئر پورټ د بنياد تيګه اېښې ۔ د عوامي جمهوريه چين سفير ژاؤ جنګ هم په دې موقع موجود ٶ۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم عمران خان د بلوچس??ان وزیراعلیٰ جام کمال ٬ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ، وفاقي وزيران او پارلماني غړو سره ګوادر ته راورسېدو۔د نيو ګوادر انټرنشنل اېئر پورټ منصوبه جنوري ك??ل 2014 كښې د سي پېك پروګرام له مخې په ترجيحي منصوبو كښې شامل وه۔ د چين حكومت پاكس??ان ته په نوې اېئر پورټ عملدرآمد لپاره معاونت ته سلا شوې۔ دا منصوبه د بلوچس??ان د مجموعي انفراسټركچر پرمختګ برخه ده ٬ دا هوائي مېدان به 380 غوندې الوتكو لپاره هم مناسب وي يو ج ديد ټرمينل وداني به هم جوړول?? شي او په ابتدائي توګه د 30زره ټنه كلن استعداد و?? كارګو ټرمينل به هم موجود وي۔ په دستوره كښې د پاكس??ان او چين د اوكېشنل ټرېننګ انسټي ټيوټ او د پاك چين فرېنډشپ روغتون پحقله په اېم او يو هم لاسليك وشو