اسلام آباد ۔ 27 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د وټونو شمېرې څخه ماتې خوړونكي او مايوسه عناصر د اونو شمېره كولو سره د سياسي نشې تسكين په ھڅ?? كښې بوخت دي او په دې كښې به هم دوئي ته ماتې وش??۔ د بلين ټري سونامي په اړه راپور سياسي سازش دې۔ د حکومت سیاسی مخالفینو يو اړخيزه دوره كولو سره د خپلې مرضۍ راپو?? جوړ كړې دې كوم چې په حقائقو اډانه نه لري۔ عدالت كښې درخواست جمع كولو سره اصل حقائق اولس ته اوس رامخې ته شوي دي چې دوئي د زړه نه بلكې د اقتدار درد لر??۔ د خالي په ورځ يو بيان كښې دې ووئيل چې نواز شريف او دده ډله تر ټولو زيات دروغ وائ??۔ دوئي وئيلي چې م??نږ لندن ته نه ځو او عدالت كښې ئې خواست جمع كړې دې۔ دې ووئيل د ن ليګ ويانده دې د اونو شمېر په ځائې قومي خزانې څخه لوټ كړې شوې پېسې شمېرلو سره جمع كړ??۔ دې ووئيل د ن ليګ ويانده دې ووئيل چې كله څخه ضمانت ترلاسه شوې نو د مياں صاحب د زړه حالت څنګه ښه شوې دې۔ د ن ليګ ويانده دې ووائي چې م??اں صاحب تر دې دمه روغتون كښې بستر شوې ولې نه دې۔ دې ووئيل اپوزيشن سره سياست كولو له هېڅ پاتې شوې نه دي ځكه دوئي د اونو بهانه لټولې ده۔ دې ووئيل نړۍ ته معلومه ده چې د اونو معائنې له هغه كسان تلي كوم چې د عمران تر ټولو بد سياسي مخالف د??۔ د بلین ټری سونامی په اړه د اپوزيشن غړو تش د نوم راپور خېبر پختونخوا كښې د پوليو ډرامې په ډول يوه ډرامه ده