پیښور02 مئي(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د ګڼ شمېر مقاصدو تر مخه د مومند بند هائيډرو پاور پراجېكټ د بنياد تيګه اېښودې ده ٬ د بند څخه به 800 مېګاواټ ارزانه برېښنا٬ 1.2 ملينه ايكړه فټ?? اوبه ذخيره كولو آسانۍ ترلاسه شي كومو څخه به چې چارسده٬مومند او د خېبرپښتونخوا نور?? سيمې استفاده كولې شي ٬ ياده شوې پروژه به د 3 اربه ډالرو په لګښت سره په پنځو كلونو كښې بشپړه شي۔د بنيادة تڅيګې اېښوو دستوره كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬وزيراعلٰی محمود خان٬د دفاع وزير پروېز خټك٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د سپريم كورټ آف پاكستان پخوانې چيف جسټس مياں ثاقب نثار٬د اوبو وسائلو وفاقي وزير فيصل واډا٬د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري٬سناتور فيصل جاوېد٬د قامي اسمبلۍ غړې ساجد خان٬د پكستان تحريك انصاف لارښودو او د واپډا چارواكو ګډون كولو۔د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)مزمل حسېن او د بند پراجېكټ ډائرېكټر وزيراعظم ته د بند په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل د بشپړېدو نه وروستو به د مومند بند څخه كلن 2.862 مېګاواټ برېښنا ترلاسه كولو سره سره 12 لكه ايكړه فټ?? اوبو ذخيره كولوله آسانۍ هم ترلاسه شي او د دې څخه به 17 زره ايكړه زمكه د كر كروندې جوګه شي۔مومند بند په سوات سيند په چارسد?? او مومندو ضلعو په سنګم ج??ړولې شي كوم چې د پېښور څخه 48 كلوميټر لرے دے۔وزيراعظم ته ووئيل شول مومند بند څخه صوبائي پايه تخت ??ه 13.32 ملين كيوبېك ميټره د څښكلو پاكې اوبه به ترلاسه كېږي۔د بند څخه به په مومندو كښې د اوبو د كمې پخوانۍ مسئله هم حل شي او پیښور٬چارسده٬نوښار او نور?? سيمې به د سېلاب څخه محفوظې شي۔وفاقي حكومت ته به د دې پروژې بشپړیدو څخه د برېښنا د لوډشېډنګ په مسئله قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔پروژه به د 183 اربه روپو په لګښت سره په پنځو كالو كښې بشپړه شي۔په پروژه د كار پیل كولو څخه به په لويه پېمانه د روزګار موقعو سره سره په دغه سيمو كښې غربت كم شي او په دې اړه د ترلاسه كېدونكې ګټې كلنه ب اندازه 51.6 اربه روپۍ لګولې شوې۔د دې پروژې بشپړېدو سره به قامي توان پالېسي اهداف كومو كښې چې د ارزانې برېښنا پیداوار زياتول او په پاكستان كښې د توان ضروريات تر سره كول شامل دي تر سره كېد له مرسته تر لاسه شي٬ 213 ميټر?? اوچت مومند بند جوړولو سره به د سېلاب خطرو مخ نيوي هم اوشي او د اوبو ذخيره كولو سره به د سوات سيند اوبه روانو ساتلو له مرستياله هم وګرځي ۔بريفنګ كښې وئېلي شوي د بند رغونې لپ??ره 8675 ايكړه زمكه اخستې شوې او د اوبو ذخيره كولو او ايريګېشن نېټ ورك جوړولو لپ??ره 56 كلوميټر?? اوږده سيمه د دې نه ځانله ده