اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چیمه وئيلي دي چې كشر زرداري دې قام ته آئي اېم اېف سره شوې ډيل وښائي چې منظوري ئې پيپلز ګوند د پارلمان نه اخستې وه، د كشر زرداري او د ھغه د تره د حكومتونو د لوټ مار له امله پاكستان آئي اېم اېف سره ??ه مراجعه مجبور دے ۔ د شورو پ?? ورځ د پي ټي ائي مركزي ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده د بلاول بهټو پ?? بيان خپل غبرګون كښې وئيلي دي چې د بلاول ټولې خبرې د تضاداتو مجموعه ده٬ د نوې معاشي ډلې په اړه ټولې خبرې د جهالت او ذاتي دښمنې نتيجه ده۔ بلاول دې قام ته ووائي چې د ھغه پلار هم حفيظ شېخ د آئي اېم اېف په وېنا راوستې ٶ۔ ده ووئيل بلاول په سندھ كښې د ټېكسونو انبار لګولې دې ن?? ولې ئې مشران اېن اېف سي لپاره چغې وهي۔ ده ووېيل بلاول د انكل نواز ګوند سره ??ه ګډه پارلمان غېر سنجيده جوړولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل نوې معاشي ډله به خپل هدفونه او نتيجې ترلاسه كوي او د پاكستان معيشت به په تندۍ سره ??رمختګ كوي