اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د ??رغ??ستان دورې په مهال د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون سره سره به د 8 هېوادونو خارجه وزيرا??و سره ون ټو ون ملاقاتونه كېږي٬ د چین او روسيې خارجه زيرا??و سره به په خاص توګه ليدل غواړم٬ د منطقې په بدلېدونكې وضعه اندېښنه لرو۔ خارجه وزي?? دا خبرې د د شنګهائي مرستي تنظيم غونډه كښې ګډون لپاره بشكېك ته د روانېدو نه وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل د کرغزستان په بشكېك ښار كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو غونډه كېدونكې ده او زه په به دې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوم۔ خارجه وزير ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون سره سره به د 8 هېوادونو خارجه وزيرا??و سره ون ټو ون ملاقاتونه هم كېږي او د دې نه علاوه به درې مهم دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كېږي۔ خارجه وزير ووئيل د چين او روسيې خارجه وزيرا??و سره به په خاص توګه ليدل غواړم ځكه چې د منطقې په بدلېدونكې صورتحال زه اندېښنه لرم٬ دواړه د پي فائيو په مستقلو پنځو غړو كښې شامل دي٬ زه به غواړم چې ھغوي سره مشاورت وكړم۔ خارجه وزير ووئيل په راستنېدو يو خاص غونډه هم رابللې شوې چې پكښې به مونږ د بدلېدونكې وضعې جاج اخلو دغسې چې د ايران خارجه وزير په دوره راشي چې مونږ ورته د پاكستان نقطه نظر په واضح توګه مخې ته كړو