اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي)قامي اقتصادي كونسل راتلونكي مالي كال 20-2019 لپاره د مجموعي قامي پېداوار (جي ډي پي) هدف 4 فيصده ٬ د كركيلې د پرمختګ هدف 3.5 فيصده ٬ د صنعت د شرح نمو هدف 2.2 فيصده او د خدماتو د څانګې هدف 4.8 فيصده اېښودلې شوې٬ 21م پنځه كلنه منصوبه او د 1837 اربه روپو د قامي پرمختيائي خاكه (آٶټ لے) منظوري وركړې شوه٬ مساوي سيمه ايز پرمختګ٬ كوټلې ٬ جامع او د روزګار د موقعو وركوٶنكو په برآمداتو آډانه شرح نمو ٬ د وسائلو د انتطام او انصرام ٬ د اسلوب حكمرانۍ او په سماجي تحفظ كښې د بهترۍ ٬ د اوبو او غذائي تحفظ باوري كول ٬ په رابطو كښې اضافه٬ په علم آډانه د معيشت پرمختګ او د كلين اېنډ ګرېن پاكستان د پنځه كلنه منصوبو مهم خدوخال دي٬ په غونډ كښې د 1837 اربه روپو د قامي پرمختيائي خاكې (آٶټ لے) منظوري وركړې شوې ??ه دې كښې د وفاق او صوبو كلن پرمختيائي پروګرام شامل دې۔ د قامي اقتصادي كونسل (اېن اي سي) غونډه د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مش??ۍ كښې په وز??راعظم هاٶس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كال 19-2018 لپاره د كلن پلان او د كال 20-2019 لپاره د مجوزه پلان جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې راتلونكي مالي كال 20-2019 لپاره د مجموعي قامي پېداوار (جي ډي پي) هدف 4 فيصده ٬ د زراعتو د پرمختګ هدف 3.5 فيصده ٬ د صنعت د شرح نمو هدف 2.2 فيصده او د خدماتو د څانګې هدف 4.8 فيصده ساتلومنظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې د 12م پنځه كلنې منصوبې (23-2018) د مسودې جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو ته ??وئيل شول مساوي سيمه ايز پرمختګ٬ كوټلې ٬ جامع او د روزګار د موقعو وركوٶنكو په برآمداتو آډانه شرح نمو ٬ د وسائلو د انتطام او انصرام ٬ د اسلوب حكمرانۍ او په سماجي تحفظ كښې د بهترۍ ٬ د اوبو او غذائي تحفظ باوري كول ٬ په رابطو كښې اضافه٬ په علم آډانه د معيشت پرمختګ او د كلين اېنډ ګرېن پاكستان د پنځه كلنه منصوبو مهم خدوخال دي۔ په غونډه كښې د 12م پنځه كلنه منصوبې اصولي منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د 12م پنځه كلن منصوبې به لا جاج اخستلې شي او ??ه دې كښې به لا بهتري راوستلې شي او په خاص توګه ??ه دې د عملدرآمد په طريقه كار به ټولو ډلو سره مش??ورت كولې شي۔ د قامي اقتصادي كونسل په غونډه كښې د روان مالي كال 19-2018 او راتلونكي مالي كال 20-2019 لپاره د پي اېس ډي پي جاج واخستې شو۔ غونډې ته ??وئيل شول چې په پرمختيائي پروګرام كښې زراعت٬ انفارمېشن ټېكنال??جي?? اېچ اي سي ٬ سائنس او ټېكنال??جي?? تكنيكي تعليم او تربيې ته بيا د سره پام ګرځولې شوې دې۔ غونډه كښې ګډون كوٶنكو ته ??وئيل شول كم پرمختللې ضلعې د هېواد نورو سيمو سره سمولو لپاره په هدفونو آډانه اقدامات دې وكړې شي دې سره به د ټولو سيمو يو ډول پرمختګ ممكن جوړ كړې شي۔ غونډې ته ??وئيلې شو چې 10 اربه سونامي پروګرام ٬ وزیراعظم یوتھ سکلز ډوېلپمنټ انېشېټیو، کنټرول لائن ته د نزې وسېدونكو بيا ودانۍ ٬ د ګلګت ۔شندور۔چترال روډ جوړول، ګلګت كښې سېورج او سني ټېشن سسټم ښه كول او خېبرپختونخوا كښې د ضم شويو پخوانو قبائلي ضلعو پرمختګ د كلن پرمختيائي پروګرام په مهمو ترجيحاتي منصوبو كښې شامل دې۔ غونډه كښې د 1837 ارب روپو قومي پرمختيائي خاكې (آؤټ لے) منظوری وركړې شوه۔ ??ه دې كښې د وفاق او صوبو كلن پرمختيائي پروګرام شامل دې۔ غونډه كښې د سي ډبليو پي او كابينه اقتصادي كمېټۍ د 1م اپرېل 2018ﺀ څخه تر 31 مارج 2019ﺀ د كاركردګۍ جاج واخستې شو۔ قومي اقتصادي كونسل پخوانۍ فاټا كښې بيا ودانۍ او بحالۍ له د خصوصي فورم په اختياراتو كښې د روان كال تر دسمبر مياشتې پراختيا وركړه۔ غونډه كښې د اسلام آباد ډوېلپمنټ ورکنګ پارټی منظوري وركړې شوه۔ چیف کمشنر اسلام آباد به د ډوېلپمنټ ورکنګ پارټی مش??ي كوي او ??ه دې كښې به د خزانې وزارت ٬ د منصوبه بندۍ وزارت او د اړوندو دفترونو استازي ګډون شريك وي۔ اسلام آباد ډوېلپمنټ ورکنګ پارټي ته به تر د 60 ملین روپو منصوبو منظورۍ اختيار وي۔ قومي اقتصادي كونسل پروګرام فار رزلټس، ډوېلپمنټ پالیسی کرېډټ او فنانشل انټر مېډی اېشن پروګرام لپاره د تږلارې منظوري وركړه۔ غونډې ته خطاب كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل موجوده حكومت د اولنۍ ورځې نه اقتصادي ستونزې سره مخ وو۔ زمونږ د هڅو بنيادي مقصد هېواد ديواليه كېدو څخه بچ كول وو۔ وزیراعظم ووئيل اقتصادي ستونزې موقعې هم وركوي۔ ده ووئيل مونږ هغه ټول ګامونه پورته ??ولې شؤ او دا ټول هدفونه اوس ترلاسه كولې شؤ۔ ده ووئيل په موجوه اقتصادي ستونزه قابو موندلو له به وفاقي او صوبائي حكومتونو له په ګډه كار كول وي۔ وز??راعظم ووئيل حكومت په پنجاب او خېبر پختونخوا كښې د ځائي حكومتونو نظام معارفي كړې دې۔ ددې مقصد په ښكته ??چه وګړي اختيارمند جوړول دي دغسې چې دوئي ته د پرمختګ په عمل كښې د خپل كردار ترسره كولو موقع په لاس ورشي۔ وز??راعظم په ټولو صوبو زور راوړو چې هغه دې د پخوانۍ فاټا پرمختګ له د ضروری مالیاتی وسائلو رسنې له د وړاندې كړې لوظونو پالل باوري كړي۔ غونډه كښې د وز??راعظم د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شېخ، د منصوبه بندۍ وفاقي وز??ر مخدوم خسرو بختیار، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داود، د خېبر پختونخوا ګورنر شاہ فرمان، د پنجاب اعلی وز??ر سردار عثمان بزدار، د سندھ اعلیٰ وز??ر سیّد مراد علی شاہ، د خېبر پختونخوا اعلی وزیر محمود خان، د بلوچستان اعلی وز??ر جام کمال خان، د پنجاب د مال وز??ر مخدوم هاشم جوان بخت، نثار کھوړو، ناهید ایس درانی، د خېبرپختونخوا د خزانې وز??ر تیمور سلیم جھګړا، جان محمد خان جمالی، د آزاد کشمیر وزیراعظم راجہ فاروق حېدر او د ګلګت بلتستان اعلی وزیر حافظ حفیظ الرحمن په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو