واشنګټن 23 جولائي (اے پي پي) و??ير??عظم عمران خان وئيلي دي پاكستان امريكې سره په شريك باور او د برابرۍ په بنياد د ملګرتيا اړيكې غواړي٬ د پاكستان جمهوري ټاكلې شوې حكومت او پاك پوځ په يو موټې دي٬ پوځي قيادت ټاكلي شوي حكومت سره ولاړ دې٬ دواړه هېوادونه د افغان په كشاله يو ډول دريځ لري٬ په افغان صدارتي ټاكنو كښې د طالبانو ګډون ته اړتيا ده، پاكستان كښې اقليتو ته بشپړه ت??فظ ترلاسه دے ٬ هغوي ته د آئين له مخې برابر شهري حقونه ت??لاسه دي٬ د كشمير كشاله د كشميري اولس د هيلو له مخې هوارېدل پكار ده٬ پاكستان كښې ميډيا د برتانيې د ميډيا څخه زياته آزاده ده٬ پاكستان كښې سنسر شپ نشته٬ مونږ به ميډيا واچ ډاګ قوي كوٶ٬ معاشي اصلاحات، د غربت خاتمه او د تعليم يو ډول نظام زمونږ په ت??جيحاتو كښې شامل دي٬ پاكستان دا مهال امريكې سره ښه اړيكې لري٬ دواړه هېوادونه د افغانستان په مسئله يو ډول دريځ لري٬ حكومت د ګاونډيانو سره ښه اړيكو جوړولو ته پم لرنه كوي٬ حكومت ترلاسه كولو سره مو هند ته د خبرو اترو وړاندېز كړې٬ د پاكستان او هند ترمېنځه بنيادي مسئله د كشمير كشاله ده ٬ د منطقې پرمختګ لپاره امن ضروري دې٬ افغانستان كښې امن لپاره بشپړه مرسته كوٶ٬ د تېرو واكمنو د كرپشن له امله هېواد ديواليه كېدو ته نزدې كړې ٶ٬ زما مقابله ھغوي سره وه چا چې سپريم كورټ سېسلين مافيا ګرځولي ۔ و??ير??عظم عمران خان دا خبرې د نهې په ورځ په امريكائي تھنك ټينك ” انسټي ټيوټ آف پيس” كښې د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ و??ير??عظم ووئيل زه په آزاد هېواد كښې زېږېدلې د وړومبي نسل نه يم ٬ زمونږ مور پلار د نوآبادياتي نظام په دور كښې زېږېدلې ٶ۔ ده ووئيل پاكستان د 60 په لسيزه كښې په تندۍ سره پرمختګ كړې٬ د 70مې لسيزې نه پس د پاكستان حالات خرابېدل پېل شوي۔ و??ير??عظم د خپلو هلو ځلو په اړه ګډون كوٶنكو ته ووئيل چې د سپورټس نه پس ما سماجي كارونه پېل كړي٬ د كركټ څخه د ريټائر كېدو نه پس ما كېنسر روغتون جوړ كړو٬ وروستو مې احساس راغې چې يوازې سماجي كارونو سره د هېواد حالات نه شي بدلېدې٬ د هېواد حالات بدلولو لپاره سياست كولو ته اړټيا ده٬ زمونږ د هېواد د تنزلۍ بنيادي لويه وجه بدعنواني ده٬ د واكمنې طبقې كرپشن هېواد ته د ټولو نه زيات زيان رسولې ٬ ما 15 كاله د كرپشن په ضد هلې ځلې وكړې۔ ده ووئيل په اقتدار كښې د راتللو نه پس يو شمېر مسئلو سره مخ شوې يو٬ د ټولو نه وړومبۍ مسئله سخت اقتصادي صورتحال ٶ٬ د تېرو واكمنو د كرپشن له امله هېواد ديواليه كېدو ته نزدې ٶ٬ ده ووئيل په كال 2008 كښې د پاكستان ټوله قرضه 6 ??ره اربه وه٬ يوازې په لس كالو كښې تېرو واكمنو دا قرضه 30 زره اربه ته رسولې٬ ٬ تېر كال د هېواد د مجموعي آمدن نيمه د قرضو سود وركولو كښې لګېدلې ده۔ ده ووئيل اوسنې حكومت د ټېكس نظام ښه كولو لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړي دي٬ د دې نه علاوه زمونږ حكومت هېواد كښې د صنعتونو ډاډګيرنه كوي او د غربت خاتمې لپاره پروګرام پېل كړې شوې دې٬ و??ير??عظم ووئيل مونږ په لويه كچه د احتساب عمل پېل كړې دې او دا پرېكړه شوې ده هېواد لوټ كوٶنكو څخه چې به كومه پېسه وصولېږي ھغه په بې وسه اولس خرڅ كولې شي٬ اقتدار ترلاسه كولو نه پس مونږ په دې مافيا لاس اچولې دې۔ و??ير??عظم ووېيل مونږ د مارشل لاء درې دورونه ليدلي٬ پوځي حكومت د يوې مسئلې حل نه دې٬ جمهوريت ټولې مسئلې هوارولې شي۔ ده ووئيل دا مهال پاكستان كښې سياسي او عسكري قيادت په يو پېج دي او پوځ ټاكلي حكومت سره ولاړ دې۔۔ پاكستان كښې د اېن جي اوز پحقله د يوې پوښتنې په ځواب و??ير??عظم ووئيل شكيل آپريدي د يوې اېن جي او په شا جاسوسي كړې او د دې پېښې نه پس د پوليو يو شمېر وركرز انتقاماً په نښه كړې شوې دي۔ د كشمير پحقله و??ير??عظم ووئيل د پاكستان او هند ترمېنځه بنيادي شخړه كشمير دے او دا كشاله د كشميري اولس د هيلو له مخې هوارېدل پكار ده ٬ په مقبوضه كشمير كښې ځائي تنظيمونونه كاورائۍ كوي٬ مسلح مليشيا د پاكستان په ګټه نه ده۔ په نړۍ كښې د غربت د ټولو نه لوے سوب د حكمرانانو كرپشن دے٬ دا مهال هېواد د كرنټ اكاٶنټ زيان سره مخ دے٬ چې ادارې مستحكم وي نو بلېك مني وائټ كېدې نه شي٬ ادارې پخپلو پښو اودرولو كښې به وخت لګي۔ و??ير??عظم ووئيلحكومت ترلاسه كولو سره مو هند ته د خبرو اترو وړاندېز كړې٬ د پاكستان او هند ترمېنځه بنيادي مسئله د كشمير كشاله ده ٬ د منطقې پرمختګ لپاره امن ضروري دې٬ افغانستان كښې امن لپاره بشپړه مرسته كوٶ٬ د تېرو واكمنو د كرپشن له امله هېواد ديواليه كېدو ته نزدې كړې ٶ٬ زما مقابله ھغوي سره وه چا چې سپريم كورټ سېسلين مافيا ګرځولي۔ ده ووئيل د منطقې پرمختګ لپاره امن ضروري دې٬ دوېمه مسئله د افغانستان ده مونږ اشرف غني ته د پاكستان دورې بلنه وركړې۔ ده ووئيل امريكائي اولس مشر ټرمپ سره د ملاقات نه وړاندې ما ته ډېر تجويزونه راكړې شوي٬ ټرمپ سر?? ملاقات خوشګوار تجربه وه٬ څنګه چې امريكائي اولس مش?? زمونږ مېلمستيا كړې ھغه د ستائنه وړ ده ۔ ده د تير وخت ذكر كولو سره د ووئيل د پاكستان اولس پوهېږي چې ھغوي د امريكې جنګ كوي٬ د افغان جنګ مونږ زيات قيمت ادا كړې٬ د اربونو ډالرو زيان شوې٬ په دې جنګ كښې مونږ د 70 زره ځانونو قرباني وركړې٬ د دې باوجود د دواړو هېوادونو ترمېنځه د عدم اعتماد فضا وه٬ زما تل دا موقف ٶ چې د افغان كشاله د طاقت په ځائ د مذاكراتو د لارې هوارېدې شي، امريكا كښې هر كس په دې پوهېدو چې د افغان مسئلې هېڅ پوځي حل نشته٬ امريكائي اولس د افغان تاريخ نه زيات خبر نه ٶ۔ و??ير??عظم عمران خان ووئيل پاكستان دا مهال امريكې سره ښې اړيكې لري٬ دواړه هېوادونه په افغان مسئله يو ډول دريځ لري٬ د افغان مسئلې آسان حل ممكن نه دے خو په ګډه كوټلې حل راوستلې كېدې شي۔ و??ير??عظم عمران خان ووئيل په سياسي محاذ ما ته محسوس شوه چې زه د سياسي ګوندونو په ځائ مافيا سره جنګېږم٬ سپريم كورټ هم پخواني واكمن سېسلين مافيا سره ت??بيهه كړې دي٬ ما ته د پاكستان د ځوانانو بشپړ?? ملاتړ