اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د پاکس??ان سټيل ملز بحالۍ ته حکومت اول پام لرنه كوي ٬ د تېرو څو كالو راهسې دا اداره نظر انداز كېدله چې په سوب ئې دا اداره په قامي خزانه بوج شوې٬ دا د تېرو حكومتونو قام سره د ناانصافۍ ښكاره ثبوت دے۔ دا خبرې ?? جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان د پاکس??ان سټيل ملز بحالۍ په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د نجكارۍ وزير محمد ميا سومرو، د پاكس??ان سټيل ملز بورډ آف ډائريکټرز عامر ممتاز او نورو غړٶ ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل اوسنې حكومت پاکس??ان سټيل ملز ګټوره اداره جوړولو او بحالۍ لپاره هڅې كوي دغسې چې دا اداره په قامي خزانه د بوجه په ځائ يوه فعاله اداره شي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي۔ د غونډې په مهال د پاکس??ان سټيل ملز بحالۍ په هڅو خبرې وشوې او په دې لړ كښې په مختلف آپشنز غور وكړې شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول تر اوسه د چين او روسيې ځينې كمپنو د پاكس??ان سټيل ملز په بحالۍ كښې خوښي لرلې ده٬ په دې لړ كښې په ېېلا بېلو تجويزونو غور روان