اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې په پارلمان ??ښې مېرمنو ته په قومي پرمختګ كښې موثر كردار ترسره ??ولو لپاره ??وقعې وركوو۔ د مېرمنو د حقونو تحفظ د مترقي ټولنې ضرورت دے٬ د ټولنې پرمختګ او خوشحالې لپاره د مېرمنو كردار ډېر ضروري دے۔ د ګل په ورځ په مېرمنو د تشدد د خاتمې نړيوالې ورځې په موقع په خپل بيان ??ښې ده ووئيل چې له بده مرغه په ټوله نړۍ كښې مېرمنو سره امتيازي سلوك كولې شي٬ په مېرمنو جبر او تشدد كېږي او په ??خت ژوند تېرولو مجبوره ??ولې ??ي۔ زمونږ دين اسلام مېرمنو سره د ښه سلوك درس وركوي۔ اسلام مېرمنو ته مساوي حقوق او احترام وركوي۔ زمونږ مذهب مېرمنو سره د امتيازي سلوك ??خت ممانعت كوي۔ ده ووئيل چې نړيواله ټولنه دې د مېرمنو حقونو لپاره شريكې هڅې وكړي۔ ده ووئيل چې د مېرمنو د حقونو په اړه د منفي سوچ او رويې بدلولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې په پارلمان ??ښې مېرمنې د قانون سازې په عمل كښې ډېر فعاله كردار ترسره ??وي۔ په اولسي چارو كښې د مېرمنو نمائندګي جمهوريت فعاله او مستحكم كوي