اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان اولس د ه??د ظلم او جبر ښكار خپلو كشمريانو ??روڼو خوئېندو سره ولاړ دے، پاکستان د ه??د په لوك سبها كښې د شخړيز سيټيزن شپ بدلون بل د منظورۍ او اقليتونو سره د ه??دي فاشست حكومت د غېر انساني سلوك غندنه كوي۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه سري لنكا لپاره د پاكستان نومولې سفير مېجر جنرال (ر) محمد سعد خټك سره د شورو په ورځ كړې چا چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړلو چې بهر هېوادونو ??ښې مېشته پاكستانيانو٬ هائي كمشنرانو او سفيرانو ??ه د كشمير مسئلې حقيقې منظر ??ام?? او د ه??د جارحيت او ظلم په زړه پورې ډول رامخې ته كول پكار دي ۔ اولس مشر ووئېل پاکستان د سري لنکا سره د ورورولۍ اړېكو ته ډېر اهميت وركوي كومې جې په دوه اړخيزه اعتبار اډاڼه دي۔اولس مشر ووئېل د دواړو هېوادونو د غوره اړېكو اندازه د مشرتابه د تګ راتګ او دورو څخه هم لګېدې شي ۔اولس مشر ووئېل د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارت د خپل اتعداد څخه ډېر كم دے ۔ ضرورت د دې خبرې دے چې تجارتې حجم كښې زياتوالية لپاره هلې ځلې ګړندۍ كړې شي ۔ده ووئېل د سرې لنکا کرکټ ډلې د 2009 نه پس د پاکستان دورې سره به ڼرېوال كركټ بحال شي۔ اولس مشر نومولي شوي سفير لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه د سفير د سفارتي مودې په مهال به د دواړو هېوادونو اړيكې لا وده وكړي