اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل وئېلي دي پاكستان د سيمه ايزې م??ستې ودې لپاره د سارك مشر??نو غونډې كولو خوښي لري٬ هند دې په مقبوضه كشمير كښې انټرنېټ او موبائل سروس په سمدستي توګه بحال او ټول بنديوانان دې خوشې كړي او نړيوالې مېډيا او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو ته دې شخړيز كشمير ته د تللو اجازه وركړي۔د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ پھ مهال وياند د خارجه وزير شاه محمود قرېشي لخوا په تركيه كښې د هارټ آف اېشيا كنف??نس د خپل هند څنګ خطاب بائيكاټ په اړه ووئيل كه ضرورت پیښ شو نو پاكستان به په سباؤن كښې هم د هندي خارجه وزير بائيكاټ كوي۔د سارك مشر??نو غونډې په اړه وياند ووئيل د 19مه د سارك مشر??نو غونډه پھ اسلام آباد كښې كېږي خو يوازې يو هېواد هند خنډان راپیدا كوي پاتې نور ټول هېوادونه راضي دي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان د امريكې او طالب??نو ترمينځه د خبرو اترو د بيا پېل كولو هركلے كوي۔زمون?? تل دا دريځ پاتې دے چې د افغان شخړې پوځي حل ممكن نه دے او دا مسئله د افغان حكومت او اولس مشرتابه پرامن خبرو حل كولې شي۔وياند هيله څرګنده كړه امن عمل به ډېر زر بشپړ شي كوم چې به د افغان??نو تر مينځه ډائيلاګ او افغانستان كښې د تشدد كمي سوب جوړ شې۔وياند خبردارې وركړو مونږ له به د شرخوښو عناصرو كردار څخه ځان بېدار ساتلل وي كوم چې په افغانستان كښې د شخړی خاتمه نه غواړي۔وياند د امريكې خزانې م??كمې لخوا پخواني اېس پي ملير بليك لسټ ګرځولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل راؤ انوار چې كوم جرائم كړي د هغې لپاره په هغه پھ عدالتونو كښې مقدمې روانې دي خو وياند په دې خبره د حيرت څرګندونه وكړه جې د امريكې د خزانې م??كمه پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزو د كوم يو كس په ذمه واره ګرځولو كښې ناكامه راغلې۔وياند په افغانستان كښې د جاپان فزېشن او د مرستې هلې ځلې كوونكې ناكامورا وژنې سخته غندنه كولو سره ووئيل ناكامورا په زرګونو افغان??نو ژوند بدل كړی ٬د هغه كار پھ نړيواله كچه هم ستائېلې كېږي۔وياند ووئيل مونږ په دې پیښه د جاپان او افغان اولس په غم كښې برابر شريك يو٬دا د انتهاخوښو عناصرو كاروائي كېدې شي كوم چې افغانستان پرامن او مستحكم ليدل نه غواړي