اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې مو??ي سركار خطرناكه لوبه كوي چې ورسره د ټ??لې منطقې امن ځپلې كېږي، په هند كښې د امتيازي قانون د لانجمن شهريت بل 2019م په ضد د لسو نه په زياتو ايالتونو كښې احتجاج روان دے، د صورتحال نه پام ګرځولو لپاره هندوستان كوم فالس فلېګ آپرېشن هم ك??لې شي او په كنټرول لائن د هند لخوا د اشعال ګرې لړې هم روانه ده چې زمونږ ځواكونو ئې پوره ځواب وركړے. د اتوا?? په ورځ په خپل پېغام كښې مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال په اړه مې دوه ورځې وړاندې د وېډيو پېغام د لارې خپله رايه او اندېښ??ه څرګنده كړې وه، د دې نه وړاندې مې د دسمب?? په 12مه نېټه د سلامتي كونسل صدر ته يو نوې خط ليكلې و چې پكښې مې هغه د خپلو اندېښنو او د ممكنه خطرو نه خبر كړے و. ده ووئيل چې په هند كښې د امتيازي قانون د لانجمن شهريت بل 2019م په ضد د لسو نه په زياتو ايالتونو كښې احتجاج روان دے، د هندوستان ټوله مخالفه ډله په احتجاج ده، ټول اقليتونه او په خاص توګه مسلمانان د دې بل په ضد احتجاج كوي او د مقبوضه كشمير صورتحال ستاسو په وړاندې دے، د پرله پسې كرفيو نن يو سل نهه دېرش 139 ورځې وشوې. خارجه وزير ووئيل چې د دې ټول صورتحال نه پام ګرځولو لپاره هندوستان كوم فالس فلېګ آپرېشن هم ك??لې شي او په كنټرول لائن د هند لخوا د اشعال ګرې لړې هم روانه ده. ده ووئيل چې دوه ورځې وړاندې مې هم هند ته خبردارې وركړے و چې پاكستان سوله ايز هېواد دے خو كه هند داسې كوم حركت وكړو نو مناسب او بشپړه ځواب به ورك??لې شي. ده ووئيل چې پرون چې هند كومه اشعال ګري كړې، زمونږ ځواكونو پوخ ځواب وركړے چې پكښې د دوي مرګونه هم شوي دي او د دوي پوستې هم په نښه كړې شوې دي. ده ووئيل چې مونږ اوس هم دا وايو چې نړۍ بايد د د?? صورتحال نوټس واخلي ځكه چې مو??ي سركار خطرناكه لوبه كوي چې ورسره د ټ??لې منطقې امن ځپلې كېږي.