اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي سوئيلي پنجاب صوبې لپاره به بل اسمبلۍ ته وړاندې كو??ې شي٬ د سوئيلي پنجاب سېكټرېټ جوړولو پرېكړه شوې ٬ راتلونكي بجټ كښې به د سوئيلي پنجاب لپاره 35 فيصده بجټ بېلولې شي٬ د سوئيلي پنجاب صوبې پرېكړې سره به وفاق قوي شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ش??رو په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره په ګډه د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سوئيلي پنجاب صوبې په اړه غونډه كښې د پنجاب اعلٰې وزير پشمول پارلماني غړي موجود وو٬ د سوئيلي پنجاب اولس سره چې كو?? لوظ شوے ٶ د ھغې بشپړولو لپاره كو??لې ګامونه پورته كو??۔ ده ووئيل نن د سوئيلي پنجاب اولس لپاره د خوشحالۍ ورځ ده او دوي ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل راتلونكي بجټ كښې به سوئيلي لپاره 35 فيصده بجټ بېلولې شي او دا فنډز به بلخوا نشي منتقل كېدې٬ صوبه جوړولو لپاره په دريو كښې دوه برخه اكثريت پكار دے ۔ خارجه وزير ووئيل د سوئيلي پنجاب دوهم چيف سېكتر او اېډيشنل آئي جي به په ځائ كو??ې شي او د دوي دفتر به په بهاولپور ملتان كښې وي۔ ده ووئېل د سوئيلي پنجاب سېكټرېټ لپاره به 3 نيم اربه روپۍ پكار وي او 1350 اضافې چوكۍ به هم پكار وي٬ دې پرېكړې سره به وفاق لا قوي شي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په دريو كښې د دوو اكثريت لرلو باوجود د سوئيلي پنجاب صوبه جوړه نه كړې شوه ۔ ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې په دې لړ كښې د بل وړاندې كو??و مقصد اتفاق رائے پېدا كو?? دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان سره د سوئيلي پنجاب د خاص مشرانو تفصيلي خبرې شوې او د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو په اړه هم تفصيلي خبرې شوي۔ دې ووئيل د ملاقات په مهال د مجوزه سېكټرېټ جوړولو هم جاج اخستې شوې۔ دې ووئيل وزيراعظم د سوئيلي پنجاب اولس محرومۍ لرې كو?? غواړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په اسلام آباد كښې د الوتكې په پېښه كښې د ش??يد ش??ي پائيلوټ لوړو درجو لپاره لاس په دعا يو او د ش??يد كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه كو??۔