اسلام آباد 19 مارچ (اے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان امر كړې چې د زد?? كړو يو ډول نصاب رائج كولو سره دې دا خبره باوري كړې شي چې د نصاب كتابونو اشاعت كښې د مافيا عمل دخل په بشپړه توګه ختم شي۔ د زد?? كړو يو ډول نصاب رائج كولو كښې به وفاقي حكومت هره مرسته كوي۔ وزيراعظم ته ووئيل شؤل اول څخه تر پنځمه متفقه نصاب جوړ كړې شوې ۔ تر دولسم ټولي د يو ډول نصاب ترتيب كار به د كال 2022ﺀ تر مارچ مياشتې بشپړ كړې شي۔ د زد?? كړو وزارت د پي ټي وي د لارې د 7 ساعتو د تعليمي خپرونو اهتمام كړې دغسې چې د طالبعلمانو تعليم ته زيان اونه رسيږي ۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري كړ بيان له مخې د زد?? كړو څانګه كښې طبقاتي فرق ختمولو په حقله موجوده حكومت خپل لوظ ترسره كولو سره د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې ګرد هېواد كښې د زد?? كړو يو ډول نصاب رائج كولو په لړ كښې اولنې پړاؤ ترسر?? كړې او د اول څخه تر پنځم ټولي متفقه نصاب جوړ كړې شوې ۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې ګرد هېواد كښې د زد?? كړو يو ډول نصاب رائج كولو په اړه غونډه شوې كومه كښې چې د تعليم وزير شفقت محمود ٬ د تعليم سېكتر او نور مشرانو ګډون وكړو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ موجوده حكومت اقتدار كښې د راتللو سره قامي نصاب كونسل (نېشنل کرېکولم کونسل) جوړ كړو كوم كښې چې ئې ټولې صوبائي ٬ نجي څانګې ٬ مدرسې او نوموړي شخصيات شامل كړل۔ د ورکنګ ګروپ په كچه د پروفېشنلز او خپلو خپلو څانګو نوموړو پوهانو ډلې جوړ?? كړې شوې۔ د نصاب جوړولو په لړ كښې کېمبرج، آغا خان او د لمز په ډول تر ټولو غوره ادارو مرسته ترلاس?? كړې شوه۔ وزیراعظم ته وويئلې شؤ اول څخه تر پنځم جمات متفقه نصاب جوړ كړې شوې ۔ تر دولسم ترتيب كولو كار به د كال 2022ﺀ تر مارچ مياشتې بشپړ كړې شي۔ غونډه كښې وزيراعظم ته د يو ډول نصاب تعليم رائج كولو په حقله ټائم فرېم وړاندې كړې شو۔ اول ټولي څخه تر پنځم به تر مارچ 2021 ٬ د شپږم څخه تر اتم به تر مارچ 2022ء او نهم څخه تر دولسم قامي نصاب به تر مارچ 2023ء په بشپړه توګه رائج كړې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د حضور نبي كريم (ص) مبارك ژوند ٬ د قائداعظم محمد علی جناح او عظیم مفکر علامه محمد اقبال فكر او سوچ دې د نصاب برخ?? كړې شي۔ دې سره سره نصاب دې د نوې ??ور د غوښتنو له مخې جوړ كړې شي۔ غونډه كښې د كورونا د لاسه په تعليمي ادارو كښې د تعليمي هلو ځلو معطل كېدو او په دې مهال طالبعلمانو ته د تعليمي موقعو وركولو په حقله په پورته كېدونكو ګامونو هم بريفنګ وركړې شو۔ وزیرِاعظم ته ووئيلې شؤ د تعليم وزارت د تعليمي هلو ځلو په لړ كښې د پي ټي وي د لارې د 7 ساعتونو د تعليمي خپرونو اهتمام كړې دغسې چې طالبعلمان خپلو كورونو كښې د تعليمي چېنل د لارې خپلې تعليمي هلې ځلې روانې اوساتلې شي او زد?? كړو ته كوم زيان اونه رسيږي