اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال د ډاکټر ظفر مرزا په مشرۍ كښې د كرونا و??ئر?? د موجوده صورتحال جاج اخستو لپاره غونډه شوې چې پكښې د هېلت وفاقي سېكتر ٬ د اسلام آباد چيف كمشنر ٬ د ټولو روغتونونو مشرانو او د اسلام آباد انتظاميې ګډون وكړو۔ په دې موقع ډاکټر ظفر مرزا غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د نېشنل سکيورټي کمېټۍ په پرېكړو عملدرآمد باوري كوٶ٬ د اسلام آباد خلقو لپاره به ډېر زر يو اېډوائرزي جاري كوٶ۔ ده ووئيل د كرونا و??ئر?? لاره نيولو لپاره به په قامي جذبه كار كول وي۔ ده ووئيل د اولس د ځان ٬ مال او صحت تحفظ باوري كول د رياست ورومبنۍ ذمه واري ده٬ د اولس تحفظ لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل سهولتونه د خيرنوالې نه پاك ساتل?? سره د دې رنځ د خپرېدو لاره نيولې