اسلام آباد ۔ 13 ??پر??ل (اے پی پی) د هند ناظم الامور ګوراو آهلوواليا خارجه دفتر ته رابللې شوے او ورته د ??پر??ل په 12 مه نېټه د قابض هندي پوځ لخوا رکھ چکری، چیری کوټ او بروح سېكټرز كښې د جنګ بندۍ په خلاف ورزو سخت احتجاج رېكارډ كړې شوې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډي جي (ساوته اېشياﺀ اېنډ سارک) زاهد چوهدري د ګل په ورځ هندي ناظم الامور ګوراو اهلووالیا خارجه دفتر ته راوغوښتے او په 12 م ??پر??ل د قابض هندي پوځ لخوا د اېل او سي په ډھډنیال۔رکھ چکری، چیری کوټ او بروح سېكټرز كښې د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ غندنه كو??و سره ئې هغه ته احتجاجي مراسله وركړې۔ د هندي پوځ په ډزو دوه كلن كوچنې شهيد او څلور نور وګړي ژوبل شوي وو۔ د هند ناظم الامور ته ووئيلې شول د عامو وګړو وداني په نخښه كو?? د افسوس وړ او د نړيوال بشري قوانين په ضد كار دے۔ د هند لخوا د جنګ بندۍ دې خلاف ورزو سره سيمه ايز امن او سلامتيا سختو خطرو سره مخ دے كو?? چې د تزويراتي غلط فهمۍ سبب ګرځېدې شي۔ ډائرېكټر جنرل ووئيل په اېل او سي او ختيزه پوله تاؤ تريخوالې زياتولو سره هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو او ناوړه صورتحال څخه نړيوال پام بل پلو اړولې نشي۔ ده په هند زور راوړو چې هغه دې د كال 2003ء د جنګ بندۍ لوظنامې خيال اوساتي او د جنګ بندۍ د خلاف ورزو پېښو دې پلټنې وكړي۔ د هند پوځ ته دې د جنګ بندۍ لوظنامې احترام كو??و امر وكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كو??سل د قراردادونو له مخې دې ه??د د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو (یو اين ايم او جی آئی پی) ته د خپل كردار ترسره كو??و اجازه وركړي۔ (MWA/)