اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خا?? وئيلي دي اسلامي تعليمات٬ تاريخ ٬ دود دستور او د اسلامي ټولنو خصلتونه رامخې ته كولو كښې زمونږ د ميديا كردار مركزي دے٬ د کرونا ريليف ??نډ پحقله د پاكستانيانو جذبه د ستائنې وړ د??، د انسانيت د خدمت هم دا جذبه زمونګ د ټولنې اصل طاقت ??و خوبي ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ سېنېټر فېصل جاوېد سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د اسلامي هېوادونو ترمېنځه د تهذيب ٬ كلتور او فنون لطيفه مرستې ته د ودې وركولو پح??له هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې په خاص توګه د کورونا ريليف ??نډ پحقله هم خبرې شوي۔ وزيراعظم عمران خا?? وئيلي دي اسلامي تعليمات٬ تاريخ ٬ دود دستور او د اسلامي ټولنو خصلتونه رامخې ته كولو كښې زمونږ د ميديا كردار مركزي دے۔ ده ووئيل په اوسني دور كښې ضرورت د دې خبرې دے چې د انسانيت احترام او په احساس آډانه اقدار رامخې ته كړې شي ۔ په اوسنۍ وضعه خبرو كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ دين مونږ له د دړد مند او په سخته كښې د راګېر انسانيت د مرستې درس راكوي۔ ده ووئيل پاكستانيان كه د نړۍ په هر ګوټ كښې مېشته وي په هر سخت وخت كښې د خپلو وطن والو سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ په دې موقع سېنېټر فېصل جاوېد وزيراعظم د کرونا ريليف ??نډ پحقله د پاكستانيانو د مثبت غبرګون په اړه خبر كړو