اسلام آباد 07 مئی (اے پی پی) د نیشنل فوډ سكیو??ټی اینډ ریسرچ وفاقی وزیر سیّد فخر امام وئيلي دي پاكستان او چین خپلو كښې قوي اړيكې لري ،په ??خت وخت كښې د چين د اړخه په طبی سامان راكولو د هغوي مننه كوو۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د عوامی جمهوریه چین د كركيلې وزارت د اړخه د طبی سامان وركولو دستورې په م??قع او د چین سفیر یاؤ جنګ سره ملاقات په مهال وكړه۔ چین د كورونا وائرس وباﺀ او په ملخانو قابو موندل?? لپاره طبی سامان وركوي۔ په دې لړ كښې ماسك، حفاظتی سوټ، دستانې وغیره پشمول بيل سامان چین څخه پاكستان ته راليږلې شوې۔ په پاكستان كښې د چین سفیر یاؤ جنګ ووئيل تجارت او د تحقیق څانګو مرستې آسانول?? لپاره پاكستان او چین په بيلو لوظنامو او پروټوكول لاس ليك كړے۔ وفاقی وزیر سیّد فخر امام په دې م??قع ووئيل پاكستان او چین خپلو كښې قوي تجارتی اړيكې لري۔ده د چین د كركيلې وزارت د اړخه د طبی سامان په وركولو د هغوي مننه وكړه۔ ده ووئيل دې سره به د كورونا وائرس په وباﺀ قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي