ملګري ملتونه 14 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د امريكې لخوا د فوجدارې د نړيوال عدالت په هغو اهلكارو په بندېزونو لګو??و اندېښنه ښودلې كوم چې په افغانستان كښې د امريكائي پوځ د ممكنه جرائمو تفتيش كوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د هائي كمشنر وياند ??وپرټ كو لولې د يو بريفنګ په مهال ووئيل چې د فوجدارې نړيوال عدالت ته دې د كومې مداخلې نه بغېر په آزادې سره د كار كو??و اجازه وركړې شي. د دې څخه يوه ورځ ??ړاندې د امريكې سپينې ماڼې په يو بيان كښې وئيلي وو چې اولس مشر ټرمپ د فوجدارې د نړيوال عدالت د هغو اهلكارو په ضد د معاشي بندېزونو اختيار وركړے كوم چې د امريكې د ا??از?? نه غېر د امريكائي عملې د تفتيش كولو يا په دوي د مقدمې چلولو په كومه هڅه كښې شريك وي