اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د جمو كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډلې د كشمير په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ كولو س??ه په هند زور راوړے چې هند دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو، د پوځي محاصرې، تورو قوانينو او د لاك ډاٶن ل??ې په سمدستي توګه ختمه كړي، د كشمير مسئله امت لپاره ډېره مهمه ده او څوك هم زمونږ پام د دې څخه نه شي اخوا كولې . رابطه ډلې د كشمير صورتحال لپاره د مبصر ډلې په تشكيل هم اتفاق كړے او وئيلې ئې دي هند د منطقې امن لپاره خطر جوړ شوے. په مقبوضه كشمير كښې د زياتېدونكي جارحيت او د نړيوال قوانين څخه د س??تو سرغړونو په اړه د او آئي سي د رابطه ډلې بېړنې وډيو لنك غو??ډه د ګل په ورځ په خا??جه وزارت كښې وشوه. د غو??ډې مشري د او آئي سي عمومي سېكتر وكړه. د خا??جه وزيرانو په كچه دا بېړنې غو??ډه د پاكستان په خواست رابللې شوې وه. په غو??ډه كښې د كشمير په صورتحال او د هند په زيات شوي بربريت خبرې وشوې. په غو??ډه كښې د پاكستان، سعودي عرب، تركيې، آذربائيجان او د نائجېريا خا??جه وزيرانو ګډون وكړو. په دې غو??ډه كښې د آزاد كشمير اولس مشر د كشميري استازي په توګه ګډون وكړو. خا??جه وزير شاه محمود قريشي ورچول غو??ډې ته په خپله وېنا كښې په دې مهمه غو??ډه كولو د او آئي سي عمومي سېكتر او د او آئي سي مننه وكړه. خا??جه وزير شاه محمود قريشي په خپله وېنا كښې ووئيل د مقبوضه كشمير صورتحال ډېر خراب شوے، د بشري حقونو څخه د سرغړونو لړې په منظم ډول نن هم روانه ده او د منطقې امن او سلامتيا لپا??ه په خطراتو كښې اضافه شوې. د هند اوسنې مشرتابه په جمو او كشمير خپله غاصبانه او غېر قانوني قبضه په ځائ ساتل غواړي. د آر اېس اېس او د بي جے پي د هندوتوا شريكه اېجنډا قتصداً په بې ګناه كشميريانو تپلې شي. ده ووئيل د هند د سياسي او عسكري مشرتابه د جنګي جنون د دړكو او د زمكي جارحيت اقداماتو سره هم پاكستان ډېر د صبر نه كار اخستے. ده ووئيل د تېرو 20 ورځو په مهال 30 كشميري ځوانان شهيدان كړے شوي .