اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د نالج اكانومي ودې، په سېرت النبي﴿ص﴾ د ت??قيقي سنټر جوړولو او د لوړو زده كړو د بېلا بېلو تجويز شويو پروژو د پرمختګ په اړه د جاج اخستنې غونډه وشوه. په غونډه كښې د ت??ليم وزير شفقت م??مود، ډاكټر عطاالرحمان ﴿د وېډيو لنك د لارې﴾، پروفېسر شعېب خان او راشد خان ګډون وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې ل?? مخې په غونډه كښې په هري پور هزاره كښې د پاك آسټرين فاخوشولے جوړولو، د سيرت الني سنټر ، ا??ډس??ري، په پوهنتونونو كښې غوره كوآرډينېشن لپاره د ريسرچ سنټر جوړولو، د ت??ليم ودې ل??اره د انټرنېټ اسانه رسنې او د انفارمېشن ټېكنالوجې په اړه د معاملو تفصيلي جاج واخستل شو. وزيراعظم هدايت وكړو چې سيرت النبي سنټر دې زر ترسره كولو سره فعاله كړے شي چې دغسې ?? سيرت النبي ﴿ص﴾ په اړه تحقيقي چارې پېل كړې شي. د لوړو زده كړو او په خاص توګه د نالج اكانومي، مصنوعي ذهانت، ا??ډس??ري او په پوهنتونونو كښې د غوره كوآرډينېشن په اړه د ريسرچ سنټر جوړولو په اړه په پروژو خبرې كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د جديد ت??ليم وده د حكومت وړومبې ترجيح ده، د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې د پاكستان ځوانان بې شمېره صلاحيتونه لري، ضرورت د دې خبرې دې چې د دې صلاحيت ودې ل??اره موافق ماحول وركړے شي. وزيراعظم ووئيل چې د انټرنېټ اسانې او په ټول هېواد كښې رسنه او په خاص توګه زده كوونكو ته وركړه باوري كولو او په دې لړ كښې ستونزې په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره دې لائحه عمل تشكيل كړے شي.