اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) قامی اسمبلۍ غونډه د نیشنل پارټۍ بلوچستان مشر میر حاصل خان بزنجو په غم كښې ځنډولې شوې ‘ په دې موقع د بيلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو میر حاصل خان بزنجو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وو??يل د هغه په مړينه د پاكستان په سیاست كښې چې كومه خلا راپیدا شوې هغه به پوره نه شي ‘هغه د پاكستان او بلوچستان حقیقی غږ ؤ۔ جمهوریت لپاره د هغه هلې ځلې به عمر له ياد ساتلې شي۔ د جمعې په ور?? قامی اسمبلۍ كښې اسلم بھوتانی وو??يل د میر حاصل خان بزنجو په مړينه پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان لوئ زيان شوے۔ هغه عمر له په ښكاره ډول خبره كړې۔ د هغه په وجه زه د دې ايوان غړې يم۔ غوش بخش مهر وو??يل حاصل بزنجو زمونږ ملګرے ؤ هغه يو سنجیده سیاستمدار ‘ ښه پاكستانے او د لوي پلار زوې ؤ۔ هغه د اقتدار په وخت كښې هم د ښه سلوك او ښه طرز عمل څركندونه كړې۔ لوئ څښتن دې هغه له د خپل رحم په پلو كښې ځائې وركړي او غمجنې كورنۍ له دې د زغم توفيق وركړي۔ شكور شاه وو??يل حاصل بزنجو زمونږ د كراچۍ پوهنتون ملګرے ؤ۔ د بدترین آمریت په دور كښې هم حاصل بزنجو فعاله سټوډنټ لیډر ؤ۔ 1971ء كښې چې كله پاكستان دولخت شو نو د بلوچستان د جلا كيدو غږ پورته شو۔ هغه وخت نواب اكبر بګټی او د حاصل بزنجو پلار وو??يل زمونږ مرګ ژوند د پاكستان سره دے۔ سیاسی كارمندان?? هل ځلې چې تر څو ياد ساتلې شي نو د میر حاصل بزنجو نامه به هم ياد ساتلې شي۔ سید محمود شاه وو??يل بلوچستان د يو عظیم لارښود څخه محروم شوے۔ د هغه د صوبې لپاره خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ ده وو??يل تربت پيښې پلټنو له دې كمیټی جوړه كړې شي۔ آغا حسن بلوچ وو??يل میر حاصل بزجو عمر له بلوچستان لپاره هلې ځلې كړې۔ انجینئر صابر حسین قائم خانی وو??يل میر حاصل بزنجو د يو لوئ پلار زوے ؤ د هغه په مړينه زمونږ په سياست كښې خلاء راپیدا شوې۔ محسن داوړ وو??يل میر حاصل خان بزنجو په مړينه چې كومه خلا پيدا شوي هغه به پوره نه شي۔ رميش كمار وو??يل حاصل بزنجو سره زمونږ 20 كاله تېر شوې۔ د هغه قامی او سیاسی خذمات به عمر له ياد ساتلے شي