اسلام آباد۔12جنوری(اے پی پی) د آذربائیجان خارجه وزير جېهون بېراموف د خپل پاكستاني همڅنګ مخدوم شاه محمود ق??ېش?? په بلنه نن د شورؤ په ورځ په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسي۔ د كال 2010 نه وروست?? د ??ذربائیجان د كوم هم خارجه وزير دا اولنۍ دوره ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دواړه خارجه وزيران به د پلاويو په كچه خبرې كوي او د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو به جاج اخلي۔ د نوې كال په پېل دې دورې سره به بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته لا زياته شي۔ دواړه خارجه وزيران به د تېل ٬ ګاز ٬ كركيلې ٬ رېلوے او تعليم په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په امكانات?? د ??يالاتو څ??ګن??ونه كوي۔ آذربائیجان د سوئيلي قفقاز منطقې يو مهم هېواد دے او د پاكستان پخوانے ملګرے او همكار دے۔ دواړه هېوادونه يو بل سره تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري مثالي اړيكې لري۔ د خپلې دورې په مهال به د آذربائيجان پلاوې ډاکټر عارف علوی، وزیر اعظم عمران خان او نورو لوړ پورو سره ملاقاتونه كوي۔