اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې هند به مقبوضه كشمير او هند كښې دننه چې مسلمانانو سره څه ??وي هغه اور سره لوبې دي او د تباهۍ په پلو روان دې۔ده دا خبرې په مظفرآباد كښې د آزاد جمو كشمير صدر مسعود خان سره يوځاې مېډيا سره د خبرو په مهال ??كړی۔صدرمملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس لخوا د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره وركړې شويو قربانو ته د عقيدت پیرزوينه وړاندې كوو٬كشميريان د هند د ظلمونو په ضد ولاړ دي او مونږ دوي ته همت وركوو٬هند ته خبردارې وركوو چې د كشمي?? په معامله به په يو صورت هم سودا ونه كړی شي٬كه هند امن غواړي نو په كشمير كښې د حالات معمول ته راولي٬ده نړيوالې ټولنې ته ووئيل چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس واخلي۔ده ووئيل چې د مېډيا او سفارتي ذريعو د لارې د نړۍ د قومونو څخه دا غوښتنه كوو چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې محاصره ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔صدر مملكت ووئيل چې ټول پاكستان د كشمي?? په معامله يو موټې دې او په دې لړ كښې هېڅ اختلاف نشته۔د كشمير د آزادۍ ورځ به زر راشي٬په دې سخت صورتحال ??ښې كشميريانو سره ولاړ يو۔د دې څخه وړاندې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د آزاد جمو كشمير د قانون ساز اسمبلۍ غونډې ته وېنا يې وكړه او د كشمير يو والي لاريون مشري يې هم وكړه