اسلام آباد 17فروری(اے پی پی) وفاقي كاب??نې د جنسي جرم??نو د پیښو سخت نوټس اخستو سره په دې حقله په رامخې ته شوو رپورټس اندېښنه ښكاره كړې ۔ وزيراعظم سپارښتنه كړې چې د دې جرم??نو مخنيوي په لړ كښې د قانون اطلاق او ا??دامات باوري كړئ ۔ حكومت د سېنېټ ټاكنې د اوپن بېلټ د لارې كولو هر ممكنه هڅې كوي ۔وفاقي كاب??نې د وفاقي سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې د 25 فيصده اضافې او د مارچ اولنۍ نېټې نه د ټولو معاشي هلو ځلو په بشپړه توګه د بحالولو ا?? د بېلو تقررو منظوري وركړې۔د حكومت هڅه ده چې راروانې ټول ټاكنې د اليكټرانك ووټنګ د لارې وكړې شي او سمندر پورې پاكستانيان هم دغه ټاكنو كښې برخه واخلي۔د صدر په مشاورت به د اليكټرانك ووټنګ مشين??نو لګولو له د ضروري انتظاميې ګامونه او پړاؤنه په ګوته كولې شي۔د سپريم كورټ خخه لارښودنه ٬د آرډيننس اجرا او قامي اسمبلۍ كښې د بدلون بل وړاندې كولو مقصد د سېنېټ ټاكنې سپيځلې جوړول دي٬موجوده حكومت د ټاكنو عمل په بشپړه توګه سپيځلے كولو له عزم لري۔د دې خيالاتو څرګندونه د اطلاعات او خپر??نو وفاقي سېنېټر شبلي فراز د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كاب??نې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ كښې وكړه۔هغه ووئيل وفاقي كاب??نې ته د كورونا وائرس صورتحال او د دې د خپرېدو شرح په اړه بريفنګ وركړے شو۔كاب??نې ته ووئيل شول په هېواد كښې د كيس??نو شمېره او د دې د خپرېدو شرح مخ په كمېدو ده۔كاب??نې ته ووئيل شول كورونا ويكسين فرنټ لائن وركرز ته لګولې شي٬تر دې دمه نزدې 50 زره فرنټ لائن وركرز ته ويكسين لګولې ش او دا عمل لا تندولې شي۔كاب??نې ته ووئيل شول د 65 كل??نو نه زيات عمر لرونكو ته 1166 لمبر وركړے شوے د كوم د لارې چې هغوي ويكسين لپاره د خپل شناختي كارډ اندراج او رجسټرېشن كولې شي۔د اطلاعات وزير تر مخه كاب??نې ته ووئيل شول د مارچ اولنۍ نېټې نه به ټولې معاشي هلې ځلې په بشپړه توګه بحال شي۔وزيراعظم ووئيل موجوده حكومت انتخابي عمل په بشپړه توګه سپيځلے كول غواړي۔وزيراعظم د ټاكنو اصلاحات كمېټۍ ته هدايت وكړو چې هغه د صدر په مشاورت د اليكټرانك ووټنګ مشين??نو لګولو له ضروري انتظامي ګامونه او پړاونه په ګوته كړي او په دې اړه دې ټائم لائنز متعين كړي۔ هغه ووئېل په جبري توګه د بې دركه شوو په اړه كاب??نې د دې لوظ پخلے وكړو چې موجوده حكومت په سپيځلتيا او د قانون په عملدارۍ كلك باور لري۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په دې حقله دې پارليمنټ كښې د قانون راوړلو عمل تند كړے شي۔كاب??نې د موجوده حكومت لخوا مېرمنو ته په جائيداد كښې د حق وركولو قانون ستائنه كولو سره سپارښتنه وكړه چې بهر هېواد??نو كښې د مېشته پاكستانيانو د جائيداد??نو معاملې په سمدستي توګه حل كولو ل د قانون راوړولو عمل هم تند كړے شي ۔دغ??ې كاب??نې ته د قبضه مافيا نه د سركاري زمكو آزادولو په اړه په شوي پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔كاب??نې ته د اسلام آباد مېټرو پس پراجېكټ فعالولو په لړ كښې په شوي پېشرفت هم بريفنګ وركړے شو۔ هغه ووئېل كاب??نې د وفاقي حكومت بېلو څانګو ملازمانو په تنخاګانو كښې د رامخې ته شوې فرق كمولو ا?? سركاري ملازمانو ته رېليف وركولو له د 2017 په بنيادي تنخاګانو د 25 فيصده اضافې منظوري وركړه۔د دې اطلاق به د ګرېډ 1 نه تر 19 ګرېډ په افسرانو وي او دا اضافه به د مارچ اولنۍ نېټې نه نافذ وي۔دې سره سره كاب??نې پريكړه وكړه چې صوبائي حكومت??نو ته به هم دا امر كولې شي چې هغوي په خپلو محكمو كښې په تنخاګانو كښې رامخې ته كېدونكې فرق كمولو له ګامونه پورته كړي۔د اطلاعات وزير شبلي فراز تر مخه كاب??نې ته ووئيل شول د خېبرپښتونخوا په ډول ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 16 به ټائم سكيل پرموشن وركولې شي۔كاب??نې ته ووئيل شول اېډهاك رېليف الاؤنس د جولائي اولنۍ نېټې نه په بنيادي تنخا كښې ضم كولې شي د كوم اصل ګټه به چې پنشنرز ته ورسي۔تنخاكانو كښې د اضافې په غوښتنه خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د سركاري ملازمانو د ستونزو نه خبر يو۔هغه ووئيل د كورونا د لاسه معاشي ستونزې زياتې شوي۔وزيراعظم د خزانې سېكرټري ته هدايت وكړو چې خساره لرونكې ټولې سركاري ادارې او د دې خسارې حجم اولس ته وړاندې كړئ دغسې چې هغوي د ملكي معاملاتو نه خبر پاتې شي۔دې سره سره دې په دغه ادارو كښې د روانو اصلاحاتو ا?? په دغه د شوي پېشرفت په اړه هم اولس خبر كړے شي۔كاب??نې د پاكستان انسټي ټيوټ آف منيجمنټ كراچي بورډ آف ګورنرز بيا تشكېلولو منظوري هم وركړه۔دغ??ې كاب??نې د الېكشن كمېشن په سپارښتنو د قامي اسمبلۍحلقه اېن اے 221 تهرپاركر – 1 كښې د ضمني ټاكنو په مهال د پاكستاني رينجرز(سندھ) د تعيناېدو منظوري وركړه۔وفاقي وزير ووئيل پخوا ??ه مېرمنو ته ميراث كښې برخه نه وركړې كېده٬په وراثاتي سرټيفېكېټ ترلاسه كولو كښې به تاخير كېدو ا??س دا نظام بدلولو ا?? حقدارانو ته په 15 ورځو كښې وراثاتي سرټيفيكېټ ترلاسه كېدې شي۔هغه ووئيل زمونږ د پارټۍ بنيادي مقصد د سېنېټ ټاكنې سپيځلې جوړول دي۔هغه پارټۍ كومې چې د دې مخالفې دي٬پاكستاني اولس ته ??ه معلومه شي چې څوك د سېنېټ ټاكنې په اهليت او ميرټ كول غواړي او څوك د ووټ??نو د اخستلو خرڅولو نظام ملاتړ كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د ګوند مشرتابه فيصل واوډا ته د سېنېټ ټكټ وركړے ٬سياسي پارټۍ سېنېټ يا د اسمبلۍ لپاره كانديدان په سوچ او فهم سره اخلي ۔هغه ووئيل پاكستان تحريك انصاف په هارس ټرېډنګ 20 اېم پي ايز ويستلې وو٬رشوت اخستونكي او وركونكي دواړه جهنميان دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د وزيراعظم كوم كېمپ آفس نشته او كه د خرڅ??نو خبره وكړی شي نو د فرائم منسټر هاؤس د كال 2018 خرڅونه 509 ملين روپۍ او د آفس 514 ملينه روپۍ كمېدو سره 339 ملين او 305 ملينه روپو ته راغلي دغسې پرله پسې 35 او 40 فيصده كمے راوستلے شوے ۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان كفايت شعارۍ سره د وزيراعظم آفس او هاؤس خرڅ??نو كښې ښكاره كمې راغلے ٬پخوا وزيراعظمانو په غېر ضروري بهرنيو دورو د قام په كروړ??نو روپۍ مصرف كړي۔د شريفې كورنۍ په پنځه كېمپ آفسز د سېكورټي 2745 پوليس اهلكار تعينات وو۔شريفې كورنۍ درملنو لپاره لندن ته په تللو د قام 34 كروړه روپۍ هم مصرف كړي۔د ګېلاني په دور كښې د وزيراعظم هاؤس سره پنځه كېمپ آفس جوړ كړې شوي وو په كومو چې د قام 57 كروړه روپۍ مصرف شوې۔زرداري هم د ايوان صدر عالي شان محل سره سره په كېمپ آفس 360 كروړه روپۍ مصرف كړی وې۔