اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی)داخله وزير شېخ رشيد وئېلي دي چې (ن)ليګ او پيپلز ګوند ترمينځه د نسلونو نه جنګونه راروان دي٬لمر د مغرب نه راپورته كېدې شي خو دا دواړه ګوندونه يوځاې كېدې نه شي٬دواړو ګوندونو د پي ډي اېم په پليټ فارم د وزيراعظم اخوا كولو له اتحاد كړے و خو دوي ناكامۍ سره مخ شول۔شريفه كورنۍ كله هم يوځاې نه وه٬ما د (ن)نه د ش د وتلو خبره كړې وه نو هغې پسې خندا ??كړې شوه زه په دغه خبره اوس هم ولاړ يم۔هغه ووئيل وزيراعظم په ګرانۍ قابو ??وندلو له او د هېواد بهترۍ له شپه او ورځ خواري كوي۔باور لرم چې ??غه به په ګرانۍ قابو ??مومي۔د كورونا حالات تندۍ سره ناوړه كېږي٬اېن س?? او سي به(سبا)د ګل په ورځ په غونډه كښې په سمارټ لاك ډاؤن غور كوي۔د خالي په ورځ نجي ټي وي چينل سره خبرو كښې هغه ووئيل وزيراعظم ته كورونا كېدل د ټول قام لپاره لمحه فكريه ده۔د كورونا درېمه چپه تندۍ سره خپرېږي٬ما په ټوقو ټوقو كښې ټېسټ كړی و چې ??ثبت راغلے و٬۔شېخ رشيد ووئيل د پي ډي اېم حالات ډېر بد دي٬ما وړاندې وئېلي وو چې د اپوزېشن ګوندونه به مولانا ته دهوكه وركوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل مونږ ديني مدرسې د اسلامې قلعه ګڼو٬د دې رجسټرېشن عمل به بشپړ كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې شېخ رشيد ووئيل وزيراعظم ماته وئېلي چې د مريم نواز بهر تللو سوال نه پیدا ??ېږي۔هغه ووئيل د ټاكنو اصلاحات ضروري دي خو اپوزېشن د اليكټرانك ووټنګ منلو نه انكار كوي۔وزيراعظم په ټاكنو او د پوليس اصلاحات پشمول لس مهم ټاسك راكړې دي٬اپوزېشن ګوندونو ته بلنه وركوم چې ??غوي دې راش?? او د اصلاحاتو عمل كښې دې د حكومت مرسته وكړي