اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د پاكستان تحريك ??نص??ف د قامي اسمبلۍ غړي فرخ حبيب وئيلي دي فارن فنډنګ كېس كښې به تحريك ??نص??ف بريالے كېږي، د سكروټني كمېټې په كار كښې د تاخير ذمه وار اكبر اېس بابر دے، هغه په هره پېشې د مريم نواز لخوا اېزي لوډ ترلاسه كوي. د نهې په ورځ د ټاكنو كميشن په وړاندې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل اكبر اېس بابر په كارروائې كښې خنډ راپېدا كوي. ده ووئيل مسلم ل??ګ ن د اسامه بن لادن څخه 10 مليونه ډال?? ترلاسه كړي. پي ټي آئي د ټهېكو او كك بېكس څخه فنډز نه دي ترلاسه كړے. سكروټني كمېټي د درېو ګوندونو د فنډز پلټنې كوي او پيپلز پارتۍ د فنډنګ ذريعې نه ښائي. ده ووئيل پ?? ټي آئي هغه يواځنې ګوند دے كوم چې د خپلو 40 زره ډونرز ريكارډ سكروټني كمېټې ته وركړے. ده ووئيل هر يو كس د پي ټي آئي په كاميابۍ كښې برخه اخستې. ده ووئيل كه دا كېس ختم شو نو اكبر اېس بابر ته به د مريم نواز لخوا اېز لوډ ترلاسه كېدل بند شي. د ن ليګ په وېنا په كېس پېروي كوونكي اكبر اېس بابر د غبارې نه هوا وتلې ده.