اسلام آباد۔31مارچ(اے پی پی) پارلیماني کشمیر کمېټۍ مقبوضه کشمیر كښې د ظلمونو بندولو ٬ د حكومت كشمير پالېسۍ او د كشميري مشرتابه د خوشې كولو قرارداد منظور كړے۔ د شورؤ په ورځ د پارليماني كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهریار آفریدی په مشرۍ كښې دا قرارداد منظور كړے شو۔ قرارداد كښې وئيلي ش??ي کشمیر د پاکستان شه رګ دے د كشمير مسئلې په اړه د ټولو سياسي ګوندونو ٬ ټولو قامي ادارو اورياستي ادارو دريځ يو دے۔ دا غونډه د پاكست??ن او هند وزيراعظمانو ترمينځه يو بل ته د خطونو لېږلو او د وزيراعظم عمران خان لخوا د كشمير مسئلې حل د منطقې امن او استحكام سره تړلو هركلے كوي۔ پارليماني كمېټي د كشمير مسئلې حل له د تېرو دوه نيمو كالو په مهال د يو سفير په حېث د وزيراعظم عمران خان د خذماتو ستائنه كوي۔ ټول كشميري سياسي بنديو??ن او په خاص توګه حريت لارښود دې په سمدستي ت??ګه خوشې كړې شي۔ سید شبیر احمد شاہ ته كومې طبي آسانۍ نه وركړے كېږي ۔ په سمدستي ت??ګه د هغه د خوشې كولو غوښتنه كوؤ۔ یاسین ملک ذهنی، جسمانی او جذباتی تشدد سره مخ ساتلے شوے۔ دغسې زمونږ په خوېندو آسیه اندرابی ، فهمیدہ صوفی او ناهیدہ نسرین هم سخت تشدد كېږي۔ په سمدستي ت??ګه د دوي د خوشې كولو هم غوښتنه كوؤ۔ حریت لارښود سيد علي ګېلاني او مير واعظ عمر فاروق دې هم فوري خوشے كړے شي۔ قرارداد كښې وئيلې شوي د سید علی ګیلانی صاحب ډېر نزدې ملګرے اشرف صحرائي يو كال نه په زندان كښې دے٬ يو كال كښې د هغه وزن 16 كلو كم شوے او د هغه د سترګو نظر هم تلے٬ سخت ناجوړه دے ځ??ه هغه دې هم خ??شے كړے شي