اسلام آباد 15اپرېل(اے پی پی) د وفاقي حكومت د ضرورت مندو زده كوونكو لپاره د هېواد د تاريخ تر ټولو لوئي رحمت العالمين سكالرشپ پروګرام اعلان كړے۔څلور كاله انډر ګريجوېټ سكالرشپ پروګرام به د موجوده تعليمي كال څخه وي په كوم به چې 27.93 اربه روپۍ لګښت راځي۔د سكالرشپ پروګرام ل?? م??ې به د هېواد په 129 سركاري پوهنتونونو كښې 69000 سكالرشپ وركولې شي۔دا پروګرام د پنځو كلونو لپاره دے۔د دې پروګرام ل?? م??ې به راتلونكو پنځو كلونو كښې دوه لكه څخه زياتو زده كوونكو ته سكالرشپ وركولے شي۔د سكالرشپ پروګرام مقصد دا خبره باوري كول دي چې د وسائلو كمي په سوب كوم هم ځوان د تعليم او روزګار موقعو څخه محروم پاتې نه شي۔د پروګرام ل?? مخې 50 فيصده سكالرشپ د مېرمنو لپاره دي او 2 فيصده كوټه به د خاص كسانو لپاره وي۔