اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د سائنس او ټېكنالوجې وزارت او نورې اړوندې ادارې دې د الېكټرانك ووټنګ مشين جوړولو عمل تند كړي، د انټرنېټ ووټنګ سسټم د لارې به سمندر پو??ې پاكستانيان اسانۍ ولري او په انتخابي عمل كښې به بهتري راشي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د انټرنېټ ووټن?? په اړه د اېمرجنګ ټېكنالوجيز د ذي??ي كمېټې د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د آئي ټي اېنډ ټې??ي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق، د رېلوے وفاقي وزير محمد اعظم خان سواتي، د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د آئي ټي سېكرټري شعېب احمد صديقي ، د نادرا لنډ مهاله چيئرمېن خالد لطيف ، د الېكشن كميشن ډائرېكټر جنرل آئي ټي حضر عزيز او ن??رو اړوند اعلٰی چارواكو ګډون كولو. صدر مملكت په هېواد كښې په انتخابي عمل كښې سپېځلتيا لپاره د آئي ووټنګ نظام معرفي كولو په ضرورت زور راوړو او په دې لړ كښې ئې د سائنس او ټېكنالوجې وزارت او ن??رو اړوندو ادارو ته هدايت وكړو چې د الېكټرانك ووټنګ مشين جوړولو عمل تند كړئ. صدر ووئيل د انټرنېټ ووټنګ سسټم د لارې به سمندر پو??ې پاكستانيان اسانۍ ولري او په انتخابي عمل كښې به بهتري راشي. په غونډه كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د وزارت لخوا په دې لړ كښې د اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو. صدر د ووټنګ مشين د ابتدائي ماډل په جوړوول د سائنس او ټېكنالوجې وزارت هڅې ستائيلي دي .