اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئيلي دي د اشرف صحرائي ژوند د كشميريانو لپاره د تقليد وړ دے، هغه پخپل ټول ژوند كښې د كشمير آزادۍ او الحاق پاكستان ل??اره هلي ځلي كړي،د پاكستان?? وګړو د اړخه د هغه په شهادت د كشميريانو سره غمرازي كوم۔ده د زيارت په ورځ د قابضو هندي عسكرو د لاسه د اشرف صحرائي په شهادت حُريت لارښودو سره د غمرازۍ په موقع دستوري ته وينا كوله۔په دې موقع حريت كانفرنس قائدين سيد فيض ??قشبندي، غلام محمد صفي، محمد حسين خطيب او سيد يوسف نسيم او نور هم موجود وؤ۔شهريار آفريدي ووئيل د تحريك حُريت چيئرمېن اشرف صحرائي په شهادت حكومت او د پاكستان اولس د اړخه تعزيت كوو۔ شهريار خان آفريدي ووئيل لوي څښتن دې اشرف صحرائي او د هغه د زوي جنيد اشرف شهادت قبول كړي، د اشرف صحرائي ژوند د ټولو كشميريانو لپاره د تقليد وړ دے۔