اسلام آباد۔24مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د قا??ي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان وئيلي دي حكومت اولس د كورونا وائرس نه ساتلو له په زړه پورې عملي ګامونه پورته كوي او په وېكسين پلان تندۍ س??ه عملدرآمد روان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د پاکستان انسټیټیوټ آف میډیکل سائینسز پمز دورې په مهال وكړه۔ هغه بېلو وارډونو كښې رنځورانو ته د وركړے كېدونكو آسانيو جاج واخست۔ ډاكټر فېصل سلطان په دې مهال د وېكسينېشن سېنټر دوره هم وكړه۔ ډاكټر فېصل سلطان رنځورانو سره خبرې وكړې او د دوي د ناروغتيا تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ هغه رنځورانو ته د غوره طبي آسانيو باوري كولو له طبي عملې ته هدايت وكړو۔ خپ??و خبرو كښې هغه ووئيل د طبي څانګې بهترۍ له حكومت په اصلاحاتي ايجنډا كار كوي۔ هغه ووئيل د غم ځپلي انسانيت خذمت زمونږ مذهبي او اخلاقي فرض دے۔ هغه د پمز روغتون اېمرجنسي څانګې دوره هم وكړه چرته چې هغه انتظاميې سره په پېښو چېلنجونو خبرې وكړې۔هغه ووئيل د روغتيا څانګې بهترۍ له فعاله ګامونه پورته كولې شي