لاهور۔30مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خصوصي مرستيال علامه حافظ محمد طاهر اشرفي وئيلي دي د فلسطين مس??لې په حقله د پاكستاني حكومت دريځ ټولو پاكستاني وګړو ستائلې دې۔ د فلسطين په اړه د پاكستان دريځ قائد اعظم محمد علي جناح د پاكستان جوړېدو په موقع وركړے و۔ نن اسرائيل يوازې پاكستان ته غصه دے۔ پاكستان به تر هغه وخت فلسطين سره ولاړ وي تر كومې چې د فلسطيني رياست بنياد اېښودلے شوے نه وي او القدس الشريف د دې پلازمينه ګرځولې شوې ن?? وي۔ د تېرو 7 مياشتو په مهال د مذهبي سپكاوي كومه پېښه نه ده رامخې ته شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه لاهور كښې د متحده علما بورډ پنجاب غونډې ن?? وروسته ميډيا سره خبرو كښې و??ړه?? هغه ووئيل پاكستان د ماحولياتو اعتبار سره د ګرده نړۍ مېزباني كوي۔ د حكومت بلين ټري ويژن ترسره كولو له دې علماﺀ كرام او خطيبان صاحبان اولس ته د اونو لګولو ترغيب وركړي۔ هغه ووئيل په اسد طور بريد كوؤنكي بايد ونيولې شي۔ د مظلوم ??ره ولاړ يوو۔ هغه ووئيل د تحقيق نه غېر د هېواد د سلامتيا په ادارې ټكونه جواز نه لري او نن چې اسلام آباد كښې كوم ??ږ پورته كېږي هغه اسرائيل پورته كوي۔ هغه ووئيل كه پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ كړے نه وے نو ??ال??ت به د مصر او شام په ډول وو۔ نن هم پوځ د ترهګرو په ضد كارروائيو كښې بوخت دے۔ كوم كسان چې ن?? غږ پورټه كوي د هغوي د ځانونو حفاظت سېكورټي ايجنسۍ كوي۔ حافظ طاهر اشرفي ووئيل داخله وزير كوېت ته تلے دے٬ په عراق كښې ټول اسلامي هېوادونه پاكستان لپاره پرانستلې شوي دي۔ د مصر ٬ شام ٬ كوېت او نورو هېوادونو مشرانو وزيراعظم ته د دورې بلنه وركړې ده۔ د شهزاد اکبر په اړه هغه ووئيل شهزاد اكبر په عقیدہ ختم نبوت ايمان لري۔ كومې ډلې چې تور لګولې دې هغه دې معافي وغواړي۔ متحدہ علما بورډ د دواړو خبره اورېدو سره پرېكړه كولو ته تيار دے۔ هغه ووئيل د پي ډي اېم په شمول هر چاته د جلسې كولو حق ترلاسه دے۔ په درې كلونو كښې چې چا حكومت د منځه وړلے نه دے هغه دې اوس هم هڅې وكړي۔